د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او اسلام آباد پر غلام خان بندر د تجارت د ډیریدو هڅه کوي


افغانستان او پاکستان غواړي د خلکو د تګ راتګ لپاره غلام خان بندر پرانیزي
افغانستان او پاکستان غواړي د خلکو د تګ راتګ لپاره غلام خان بندر پرانیزي

افغان او پاکستاني چارواکو نن چهار شنبه د ( اګست ۲۱) وویل پلان لري د غلام خان بندر په دايمي توګه د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانيزي او له دې لارې تجارت ته چې اوسمهال په کمه اندازه کیږي، زیات کړي.

په اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل چې د پاکستان له یو شمیر امنیتي مسولینو سره غلام خان بندر څخه لیدنه کوله وویل، ددغه بندر له لارې د خلکو د تګ راتګ او په دوه اړه خيزه توګه د سوداګرۍ د پراختيا په برخه کې د دواړو حکومتونو ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ښاغلي مشعل وویل:" یوازې د تجارتي اړیکو لپاره نه بلکې د ټرانزت او د خلکو د تګ راتګ لپاره هم باید اړین کارونه وشي. هغه څه چې پاکستاني حکومت پورې اړه لرله په هغو مو کار کړی او هغې خوا مو مسايل را خلاص کړي دي."

د پاکستان د سرحدي ځواکونو افسر شهزاد چې د هغه هېواد په استازيتوب د دواړو هیوادونو په سرحد کې په جوړه شوې غونډه کې خبري کولې وویل، د خلکو پرمخ د غلام خان بندر پرانېستل د دواړو هېوادونو غوښتنه ده او دا به په اقتصادي وده کې مهم رول ولري.

هغه وويل:" ددې لارې پرانېستل به د کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو لپاره اقتصادي تمام شي. موږ هيله لرو چې د اړينو اسانتياوو په برابرولو سره ډېر ژر دلته راشو او راتلونکي کې به د غلام خان ترمينل له لارې ډېره راکړه ورکړه ولرو."

د اسلام آباد لپاره افغان سفير او د خوست ولايت حکومتي او ملکي چارواکو په رسمي توګه ددې بندر د پرانستلو لپاره د چمتووالي په خاطر د کرښې دې غاړې ته د کميسارۍ او ګمرک له ودانيو څخه هم ليدنه وکړه.

د سوداګرۍ په برخه کې د افغان مسؤلينو په وينا غلام خان بندر، د سپين بولدک او طورخم بندرونو په نسبت د پاکستان ستر تجارتي مرکز کراچۍ ته شاوخوا ۴۰۰ کيلومتره نږدې دی.

XS
SM
MD
LG