د لاس رسي وړ اتصالات

د صلاح الدین رباني او سرتاج عزیز تر منځ راتلونکې مهمې خبرې


سرتاج عزيز د شنبې په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې افغانستان سره بندې لارې به بيا پرانيزي
سرتاج عزيز د شنبې په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې افغانستان سره بندې لارې به بيا پرانيزي

د پاکستاني د صدراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز د شنبې په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې افغانستان سره تړلې لارې به بيا پرانيزي.

پاکستان وايي له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد د ګډ میکانیزم په جوړولو کار کوي چې ښايي بلې اونۍ کې پرې موافقه وشي.

د صلاح الدین رباني او سرتاج عزیز ترمنځ راتلونکې مهمې خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار وایي په دې اړه به نورې خبرې په اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره کوي. په عین حال کې تورخم او چمن لا هم بند دي. نور تفصیل په دې راپور کې وگورئ.

د پاکستاني د صدراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز د شنبې په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې افغانستان سره تړلې لارې به بيا پرانيزي.

ښاغلي عزیز زیاته کړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني منلې چې له ځینو نورو افغان چارواکو سره یو ځای را روانه اونۍ د اقتصادي همکاریو په سیمه ییز کنفرانس کې ګډون کوي. سرتاج عزیز وایي دواړه هېوادونه ترهګري خپل مشترک دښمن بولي او موافقه یې کړې چې په دې برخه کې ګډ کار کول مهم دي.

" موږ هدف ته د رسېدو لپاره د یوه ګډ میکانیزم په جوړولو خبرې کړي دي چې په کې د لوړې کچې پوځي، استخباراتي، سیاسي او د بهرنیو اړیکو مسایل شامل دي. موږ وار د مخه هغوی – افغانستان- ته خپل وړاندیز استولی او که یې ومانه، هیله مند یم چې د همدې کنفرانس په ورځ به لاسلیک شي".

ښاغلي عزیز زياته کړه چې د تورخم او چمن لارې پاکستان کې د وروستيوو بريدونو وروسته، د وسله والو تګ راتګ مخنيوي لپاره تړل شوې وي .اسلام اباد کې د اقتصادي همکارۍ تنظيم (ECO) ديارلسمه سر مشريزه غونډه کيږي چې پکې به د سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې، صنعت، اقتصادي پرمختګ او چاپيريال په څانګو كې مرستو ته د ودې وركولو په تګلارو غور كيږي.

پاکستان لس ورځې وړاندې د لال شهباز قلندر په زيارت کې له ځانمرګي بريد وروسته د تورخم او سپین بولدک دروازې وتړلې.

"..پرون که څه هم ځيني خلک پر تورخم لاړل خو دا لار نن د لسمې ورځې لپاره هم بنده ده. دواړو خواوو ته ګڼ خلک د لارې خلاصېدو ته په انتظار ناست دي".

"که څه هم پرون په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخیلوال هیله ښودلې وه چې د تورخم او سپین بولدک لارې به د ناروغانو، ښځو او سپین ږیرو لپاره پرانستل شي خو تراوسه دا لاره د هیځ چا په مخ نه ده پرانستل شوې".

بل خوا نن په کندهار کې په سلګونو کسانو د پاکستان پرضد لاریون وکړ او دغه هیواد يې په سیمه کې د نا امنیو اصلي سبب یاد کړ.

لاریون کونکو د افغانانو په وړاندي د پاکستاني پوليسو چلند هم وغانده او پدې برخه کې يې له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چي په سیمه کې د ثبات د رامینځته کولو لپاره دي پر پاکستان فشار راولي.

XS
SM
MD
LG