د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پر ایران د ترهګرۍ ضد همکارۍ غږ کړی


ښاغلی بهرامی د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی
ښاغلی بهرامی د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی

د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي له لوړ پوړیو ایراني چارواکو غوښتلي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل چې ښاغلي بهرامي له ایران څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ او نشه يي توکو سره په مبارزې کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ښاغلي رادمنش وویل چې نشه يي توکي د ترهګرو تر ټولو لوړه عایداتي سرچینه ده او په خبره یې د ایران همکاري پدې برخه کې ګټوره ده.

د ایران د دفاع وزارت بیا په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغان وزیر بهرامي له ترهګرۍ او په خاص ډول داعش سره ګډه مبارزه د کابل-تهران غوښتنه وبلله.

د ایران د دفاع وزارت د ښاغلي بهرامي له خولې لیکلي چې وايي "موږ په دې باور یو چې د ترهګرو شتون سیمه نا امنه کوي او زموږ په هېواد کې د ترهګرو د ځپلو لپاره موږ د ایران د اسلامي جمهوريت مرستو او په خاص ډول خاصو تجربوته اړتیا لرو. موږ د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره د ایران، چې پر سیمې یو اغیزناک هېواد بلل کیږي، نژدېو همکاریو ته اړتیا لرو."

په همدې حال کې د ایران د دفاع وزیر جنرال حاتمي له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او دفاعي برخو کې پر همکاریو ټینګار وکړ خو زیاته یې کړه "افغانستان نباید د سیمه ییز او نړیوال سیالیو په ډګر بدل شي بلکې دا هېواد باید د سیمه ییزې همکارۍ مرکز وي."

د اعلامیې له مخې ښاغلي بهرامي ایراني چارواکوته ډاډ ورکړی چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد او په خاص ډول د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.

XS
SM
MD
LG