افغان چارواکي وايي امنیتي قواوو د یاغیانو ۷ کسیزه ډله چې د دوشنبې په ورځ یې د کابل په هوايي ډګر برید کړی، وژلي دي.
دغو برید کوونکو د دوشنبې په ورځ ، سباون محال نه مخکي د هوایي ډګر په نظامي خوا کې د ټوپکو ډزې او چاودنې وکړې.
یاغیانو، وروسته یوه نژدې ودانۍ چې د ودانولو چارې یې لا بشپړې شوې نه دي، قبضه کړه او د هوايي ډګر خوا ته یې د ایتلاف د ځواکونو پر اډې ډزې پیل کړې.
دامنیتي قواوو سره د څو ساعته ډزو نه وروسته، د امنیتي چارواکو په وینا یادشوي ۷ واړه یاغیان ووژل شول.
سمدستي د ملکی خلکو او یا د امنیتي قواوو د تلفاتو په باره کې کوم رپوټ نه دی خپور شوی.
طالبانو ددې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.
همدغه راز پولند ویلي دي چې یو عسکر یي د دوشنبې په ورځ، غزني ته نژدې د ګزمې په وخت کې د ماین په چاودنه کې وژل شویدی.
پولند پنځم هیواد دی چې په افغانستان کې د ناټو په پوځي ایتلاف کې ډیر عسکر لري. ددغه هېواد نږدې یو زرو اوه سوه عسکر په افغانستان کې دي.
ټاکل شویده چې اکثره بهرني عسکر د دوه زره څوارلسم کال په پای کې د افغانستان نه ووځي.