د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د جلال آباد په هوايي ډګر برید کړی


طالبانو د جلال آباد په هوايي ډګر برید کړی
طالبانو د جلال آباد په هوايي ډګر برید کړی

په افغانستان کی پرون دشنبی په ورځ دېو لړ حملو په نتېجه کی دناټو داېتلاف د دریو عسکرو په شمول۱۷ کسان وژل شوی دي.

حکومتي مامورانو ووېل چې پرون دهېواد په شمال کې دکندوز د ولاېت په ېوه بازارکې ېو بم چې په موټر ساېکل پوري تړل شوی ؤ، وچاودید او ۸ کسان ېې ووژل او څو تنه نورېې زخمېان کړل. سمدستي لا هېچا ددغې حملې مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی.

همدا شان په ننگرهار کې طالبانو دجلال اباد دهواېې اډې دڅارنې په برج باندی برېد کړی. ناټو ویلي دي چې دطالبانو حمله ېې په شاه ټمبولې او شپږ تنه حمله کوونکي ېې وژلی دي.

په مخکېنېو راپورونوکی وېل شوی ؤ چې په دغه حمله کې ډېر درانده تلفات رسېدلي دي. عېني شاهدان واېې چه درې تنو وسله والو حمله کونکو د افغانستان د پوځ د عسکرو یونیفورم اغوستی و.

په عېن وخت کې ناټو واېې چې دهېواد په ختېځ کې ېې پرون ۳ تنه عسکر دطالبانو په حملو کې وژل شوی دي.

دناټو په قواوو باندې دا تازه حمله ېوه ورځې مخکې کابل سره نژدی دناتو دقواو په ېوه پوځی کاروان باندی دطالبانو دحملې په تعقېب کېږي . دا حملې په داسی ېوه مهمه شېبه کې شوی چې بله هفته دناتو مشران دپرتگال په پاېتخت لېزبن کې سره راټولېږي او دافغانستان جنگ به ېې دبحث ېوه مهمه موضوع وي. دناټو اروپاېې غړي چې په افغانستان کی ېې عسکر پراته دي غواړي دجنگ پرمختگ ارزېابي کړي ځکه چې اوس په اروپاېې هېوادونو کې دافغانستان دجنگ سره د عامو خلکو ملاتړ ورځ په ورځ کمېږي.

دافغانستان دجنگ په اړه بله مېاشت ېوه مهمه خبره داده چې دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما هم ددغه جنگ تېجه او پرمختگ ارزېابي کوي. اوباما واېې غواړی چې په تدرېجي ډول بل کال افغانستان نه دامرېکاېې قواو په راوېستلو باندي شروع وکړي.

XS
SM
MD
LG