د لاس رسي وړ اتصالات

د ۴٢ عسکرو دپاره د کرکټ ۴٢ توپونه


په افغانستان کې د اسټرالیايي قواو یو پخواني عسکر سین مول کوین تابیا کړیده چې د کرکټ یو داسې ټورنامنټ جوړ کړي چې مقصد ېې د اسټرالیا د هغو ۴١ نظامیانو یادونه او ستاینه وکړي چې د افغاستان په روانه پنځلس کلنه جگړه کې قربان شویدي او دې سیالیو ته د دوه څلویښت توپه د ۴٢ اتلانو دپاره نوم ورکړی، چې دې کې ۴١ کې د جگړې په ډگر کې قربان شوي دي او ١ ېې د باقي نورو نارینو او ښځینه نظامي مامورینو د خدمتونو د یادولو دپاره دي.

د اسټرالیا د هېرالډ سن ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې پخپله سین مول کوین د اسټرالیا د ملي ورځې په مناسبت د جنوري په ٢٦ د وکټوریه د میلبورن ښار په کربورن کرکټ میدان کې د اوو اورونو چې ۴٢ توپونه کیږي، د کرکټ یو ټورنامنټ تنظیم کړیدی.

اسټرالیايي سرباز مول کوین د افغانستان د جگړې قربانیانو دپاره کرکټ سیالۍ تنظیم کړي
اسټرالیايي سرباز مول کوین د افغانستان د جگړې قربانیانو دپاره کرکټ سیالۍ تنظیم کړي

هغه وايي چې د دې سیالیو هدف د افغانستان په جگړه کې د وژل شوو قربانیانو کورنیو ته پیسې راغونډول دي، د دغو عسکرو زیاتره کورنۍ د همدې میلبورن په ډیگرز ریسټ سیمه کې ژوند کوي.

اسټرالیاوي سرباز مول کوین وايي چې موږ نه یوازې دا چې افغانستان کې خدمت کونکي اوقربانۍ ورکونکي یاد ساتو بلکې د کرکټ د لوبې کولو سره دا پیغام هم ورکوو چې موږ ژوند هیله هم ده بایللې.

دوي به د افغانستان جگړه کې د قربانیانو په یاد یو یادگاري څلی هم جوړوي.

د کرکټ په دې سیالیو کې به یو ټیم د هغو اسټرالیايي عسکرو هم وي چې تازه له افغانستان ته ستانه شویدي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG