د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ لوبډله په فاینل کې د نیپال سره مخامخ کیږي


Cricket
Cricket

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آسیا د کرکټ د لوبو په لړ کې نن د هانګ کانګ د کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه چې په دغه سره افغانستان د دغو سیالیو فاینل یا پاي لوبې ته ووته.
په دغو لوبو کې چې په نیپال کې کیږي ، نن د افغانستان لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته په اوو وکټو ماتی ورکړه.
افغانستان به سبا چهارشنبې ته د کوربه هیواد نیپال سره په فاینل یا پای لوبې کې مخامخ شي.
دا څلورم ځل دی چې افغانستان د دغو سیالیو پایلوبې ته راوځي او په ۲۰۱۱ کال کې دغه سیالی ګټلي هم وي.
XS
SM
MD
LG