د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او لغمان کې په چاودنو کې 17 تنه وژل شویدي


کندهار او لغمان کې په چاودنو کې 17 تنه وژل شویدي
کندهار او لغمان کې په چاودنو کې 17 تنه وژل شویدي

د افغانستان په جنوب کي چارواکو ویلي دي چي د سړک په غاړه د بم په چاودنه کي یو موټر چي ملکیان په کی سپاره وو تباه شوی، ١٥ کسه چي اته تنه ماشومان هم وو، وژل شوي دي.

چارواکو وویل چي د بم دغه چاودنه نن د شنبې په ورځ د کندهار د ولایت د ارغنداب په ولسوالي کي شوې ده.

له بلي خوا د افغانستان په ختیځ کی د لغمان د ولسوالي چارواکو ویلي دي چي هغو پولیسو ته چي په ( مهترلام ) کي یې د یوې چاودني په باب تحقیقات کول، نن دوهم بم وچول سو، دوه پولیسان یې ووژل او نه کسه نور یې زخمي کړل.

پولیسو دا هم ویلي دي چی یوه ځانمرګه بم چونکي د خوست په ولایت کي لږترلږه درې کسه وژلي دي چي دوه پولیسان هم په کي شامل وو. په دې پېښه کی چی نن د پولیسو د ماموریت مخي ته وشوه، ١٢ کسه زخمي شوی هم دي. چارواکو وویل چي په وژل شوو کسانو کي د افغان کوماندو عسکرو د یوې قطعې قوماندان هم وو.

XS
SM
MD
LG