د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې چاودنې د محلي شورا دوه غړي وژلي


افغان مامورین وايي چې د افغانستان په جنوبي سیمې کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې د محلي شورا دوه غړي او یو افغان پولیس وژل شویدي. مقامات وایي همدغه راز د محلي شورا دوه غړي پرون د ارزگان په ولایت کې په چاودنه کې زخمي شول. هیچا تراوسه پوري د دې حملې مسولیت په غاړه نه دی اخستی.

طالبان او نور جگړه ماران د ایتلاف او افغان قواوو او همدغه راز سیاسمتدارانو د منځه وړلو دپاره تل دغسي بمونه ایږدي.

بل پلو ناټو وایي د افغانستان په ختیځ کی یی پرون یو پوځي چې په غیر نظامي پیښه کې زخمی شوی و، د هماغه زخمونو نه مړی شوی دی.

نړیوال ایتلاف ددغه پوځي هویت نه دی څرگند کړی.

XS
SM
MD
LG