د لاس رسي وړ اتصالات

افغاني محکمې برتانوی عسکر بری الزمه کړ


د افغانستان یوې محکمې ویلي دي چې یو پخوانی بریتانوي عسکر یې چې د بډې د ورکولو تور ورباندې ؤ، د کافي شواهدو د نشتوالي په سبب بری الزمه گرځولی دی.

بیل شاو د اپریل په میاشت کې وروسته له هغه په دوو کلونو بند محکوم شوی ؤ چې په اوس وخت کې د اداري فساد په ضد جوړه شوې ادارې په ده باندې تور ولگاؤ چې د حکومت مامورینو ته یې بډې ورکولې.

د مرافعې محکمې شواهد سم ونه گڼل، خو یې د شاو د ترجمان میوند لمر جزا تایید کړه مگر دغه جزا یې چې مخکې ددوه کالو بند ؤ په اتو میاشتو کمه کړه.

شاو ټینگار کاؤ چې ٢٥ زره ډالر یې چه مامورینو ته ورکړي هغه داسې فکر کاؤ چې ممکن دا مجازه جریمه ده چې ددو موټرو د خوشې کولو په بدل کې ورکول کیږي.

شاو بل د نیول کیدلو په وخت کې د یوې امنیتي ډلې امری ؤ چې د بریتانیې د سفارت امنیت په غاړه لري. شاو د پلچرخي په زندانکې ساتل کیده.

XS
SM
MD
LG