افغان چارواکي وایي چي د کندهار په ولایت کي په یوه غرنۍ سیمه کي یو بس موټر چی په سړک باندي روان و، را چپه سویدی، لږتر لږه ٣۴ کسه په کي وژل شوي دي.
د کندهار د ولایت یوه نطاق وویل چي په دې پېښه کي چي د شنبې په ورځ سوې، لږترلږه ٢۴ سپرلۍ زخمي شوي هم دي.
یو بل خبر وایي چي د هرات په ولایت کي یو بم چي په یوه ریکشا کي ایښودل سوی و، د افغان پوځ یوې لارۍ ته وچول سو، دوه عسکر یې ووژل او درې نور یې زخمي کړل.
طالبانو ویلي دي چي دا حمله دوي کړې ده.