د لاس رسي وړ اتصالات

د روانې اونۍ په بریدونو کې اکثریت بې ګناه افغانان ووژل شول


پرون دافغانستان په چاودنو کې 23 کسان په دوه مختلفو ولایتونو کې ووژل شول. د اسوشیټیدپریس خبري اژانس لیکي په دې چاودنو کې یوه یې دهرات د ښار په یوه بازار کې چې گڼه گوڼه پکښې ډیره وه په بایسیکل پوري تړلي بم باندی وشوه او 14 کسان پکښې ټپیان شول.
چارواکي وايې دغه چاودنه له لیري نه په کنترولېدونکي وسیلې باندې وشوه. په دغه بازار کې گڼه گوڼه ځکه زیاته وه چې خلکو د روژې داختر لپاره سودا کوله. سمدلاسه چا ددغې چاودنې مسوولیت په غاړه ندی اخیستی.

دهرات ولایت د پولیسو نطاق نورخان نیکزاد وویل چې دهرات په بم چونه کې په ١۴ زخمیانو کې ۴ ښځې او یوپولیس شامل وو.
.
دوه نورې چاودنې د خوست ولایت په یوه جومات کې د لاسی بمونو په ور غورزول وشوی او نهه تنه پکې ووژل شول.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه نه وشو چې په بیلابیلو بم چونو کې تقریبا پنځوس کسان ووژل شول. د اسوشیټید پریس خبري اژانس لیکی چې دا ورځ سږکال دملکیانو دمرگ ژوبلې له امله ترټولو خونړی ورځ گڼل شویده.

ناټو په یوه جلا خبر کې وايی چې پرون د چارشنبې په ورځ د دوي یو عسکر د یاغیانو په برید کې په ختیځ کې ووژل شو. خوناټو دهغه دملیت په برخه کې نورمعلومات ندي خپاره کړي.
دامریکا پوځ رپوټ ورکړیدی چې د دوي یوعسکر د چارشنبې په ورځ دافغانستان په ختیځ کې د سړک دغاړې په بم چونه کې وژل شوی دی. سږکال تراوسه پورې 286 نړیوال عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.

پردی سر بیره په پکتیکا کې، ددغه ولایت نطاق مخلص افغان وویل چې یوموټر د سړک د غاړی په بم وربرابرشو اوڅلورماشومان پکې ووژل شول. په دې توگه د سه شنبې دورځی ځاني تلفات ټولټال 50 تنو ته ورسیدل. په دې جمله کې ١١ تنه پولیسان او 39 تنه ملکیان ووژل شول. په دې ټولو بریدونو کې لږ تر لږ 110 کسان زخمی شویدي.

داسوشیټید پریس خبري اژانس لیکي چې په افغانستان کې د امریکا دقواوو جگپوړه قوماندان جنرال جان الن وویل د سه شنبې دورځې بریدونه په نړیواله کچه د ډله ایزو وژنو اعمال وو. هغه وویل دا چی بېگنا ه ملکیان په پرنفوسه سیموکې په نښه کېږي، یاغیانو ېوځل بیا وښودله چې دوي به د غیرمحاربو خلکوپه وژنه هیڅ صرفه ونکړي. جنرال جان الن په یوه وینا کې وویل چې یوځل بیا زه د طالبانو پرمشر ملاعمر باندې غږ کوم چې خپل قاتلان کنترول کړي. دهغه دانیت چې ملکیان به نه په نښه کوي په رېښتونی معنا ارزښت نلری. په تیرو ویناوو کې ملاعمر له خپلو جنگیالیو نه غوښتي وو چې له ملکي تلفاتونه ډډه وکړی.

ملگرو ملتونو څوورځی مخکی وویل چې سږکال دملکیانو تلفات د د تیرکال دهمدی وخت د شپږو میاشتو په پرتله کم دی. ملگرو ملتونه وايې چې سږکال د جنورۍ له میاشتی نه تر نن پوري ېوزرو ېوسلو څلویښت ملکیان په افغانستان کې وژل شوي دی.
XS
SM
MD
LG