د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو غور کې د یوې بهرنۍ ادارې درې کارکوونکي ووژل


د دې خیریه مؤسسې عمومي دفتر پدې هکله تراوسه څه نه دي ویلي.

نا معلومو وسله والو د غور په ولایت کې د یوې خیریه مؤسسې درې سیمه کارکوونکي وژلي دي.

د غور ولایت د امنیتې قوماندان ویاند اقبالي نظامي وایي چې برید د دوشنبې په ورځ ( اګست ۱۴) شوی.

ښاغلی نظامي وایي چې په برید کې یوه میرمنه ټپي شوې خو معلومه نده چې آیا دې میرمنې هم د دې خیریه مؤسسې سره کار کاوه که نه.

د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي چې وژل شویو کسانو د کاتولیک ریلیف سرویسیز یا ( د کاتولیک مذهب خیریه خدماتو) د مؤسسې افغان ماموران وو.

د دې خیریه مؤسسې عمومي دفتر پدې هکله تراوسه څه نه دي ویلي.

اسوشیتډ پرس وایي تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغو کسانو د وژلو ادعا نده کړې خو د غور په ولایت کې د طالبانو تر څنګ د اسلامي دولت یا داعش ډله هم فعاله ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د یوې بهرنۍ خیریه موسسې کارکوونکي وژل کیږي، تر دې مخکې هم د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د خیریه ادارو پر کارکوونکو بریدونه شوي، وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د کاتولیک مذهب خیریه خدماتو رسمي ویبسایټ وايي چې دغه اداره د نړۍ په ۹۰ هېوادونو کې له شاوخوا له ۱۳۰ میلیونه خلکو سره په بېړنیو حالاتو کې، د ناروغیو په مخنیوي او په ټولنو کې د عدالت او سولې د راوستلو په برخو کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG