د لاس رسي وړ اتصالات

نذیر احمدزی: زرداد به بیا بندي نه شي


په نویېمه لسیزه کې د افغانستان په کورنۍ جگړې کې د عمدو ښکیلو ډلو یو شمیر قوماندانان په خورا سختو بشري ضد اعمالو تورن دي
په نویېمه لسیزه کې د افغانستان په کورنۍ جگړې کې د عمدو ښکیلو ډلو یو شمیر قوماندانان په خورا سختو بشري ضد اعمالو تورن دي

د کورنیو جګړو په مهال یو مشهور قوماندان زرداد فریادي چې عام خلک یې په پاټکي زرداد سره پيژني، نن له انګلستان نه کابل ته ستون شو، خو لا تر اوسه له خپلې کورنۍ سره ندی یوځای شوی.

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې نن د چارشنبې په ورځ د زرداد فریادي په سلګونه پلویان د هغه هرکلي ته غونډ شوي وو او په لاسونو کې یې د زرداد فریادي عکسونه وو.

د نویېمې لسیزې د کورنۍ جگړې د وخت دغه قوماندان د هغه د پلویانو په نظر یو اتل دی. د بیټو عیسی خیل په نوم د هغه یو پلوي وایي" دا چې نور قهرمانان دي نو زرداد هم قهرمان دی".

د ولسي جرګې غړي حاجي نذیر احمدزي امریکا غږ ته وویل چې زرداد فریادي له هوايي ډګر نه په مستقیمه د بهرنیو چارو وزارت ته وړل شوی دی.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه "د انټر پول کوم خلک چې ورسره له انګلستان راغلي وو، هغوی زرداد د ځینو قانوني پروسیجرونو له لارې افغان حکومت ته سپاري، قومیان او پلویان ورته زما په کور کې منتظر دي او ژر به خپلو خلکو سره یو ځای شي".

د زرداد پلویان چې هوايي ډګر ته د هغه هرکلي ته ورغلي وو، د زرداد په نه لیدو خواشيني وو، خو حاجي نذیر احمدزي وویل چې هغه له ملي امنیت سره ندی او نه هم زندان ته لیږل کیږي.

سناتور هدایت احمدزی بیا وایي چې "حکومت باید ورته ویلي وای چې زرداد چېرته دی".

زرداد فریادي شپاړس کاله په انګلستان کې د میډیسټون په زندان کې تېر کړل او تازه له دغه زندان را خوشې شوس دی. ځنې خلک بیا وایي چې په افغانستان کې دده په شان د کورنۍ جگړې د وخت زیات شمیر قوماندانان شته چې د هغوی په وړاندې هیڅ ډول قانوني اقدام نه دی شوی.

په نویېمه لسیزه کې د افغانستان په کورنۍ جگړې کې د عمدو ښکیلو ډلو یو شمیر قوماندانان په خورا سختو بشري ضد اعمالو تورن دي.

د بشري حقوقو ډلې وایي چې په افغانستان کې هیڅوک له قانون نه اوچت نه دی او د هیواد عدلي او قضایي بنسټونه باید د بشري حقوقو له ناقضینو سره په جدي، شفافه او عادلانه توگه عمل وکړي.

زرداد فریادي په نوویېمه لسیزه کې د حزب اسلامي یو له هغو قوماندانانو څخه و چې د بشر ضد په اعمالو کې ښکیل بلل کیږي. هغه د کابل - جلال اباد په لویه لاره پاټک درلود او د پاټک له امله خورا مشهور شوی و.

XS
SM
MD
LG