د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: طالبان ترابده د آمریکا نه ځان نشي ساتی


د امریکا د باندنیو چارو وزیره هیلیري کلینټن
د امریکا د باندنیو چارو وزیره هیلیري کلینټن

دامرېکا دبهرنېو چارو وزېره هېلري کلنټن واېې چې په افغانستان کې طالبان اختېار لري چې د تشدد نه لاس واخلي او د القاعدې سره خپلې اړېکې وشکوي او ېا هم دا چې دنړېوالې ټولنې سره د دښمنئ عواقب ومني.

مېرمن کلنټن واېې چې طالبان نه شي کولی تراخره پوري دامرېکا دپوځي فشار په مقابل کې ځانونه وساتي. ټاکل شوې چې مېرمن کلنټن به نن په نېوېارک کې داسېا ټولنې ته وېنا وکړي او د دافغانستان او پاکستان په اړه به د امرېکا پالیسی روښانه کړي .

دامرېکا دبهرنېو چارو وزېره واېې چې په افغانستان کې دامرېکا په استراتېژۍ کې دالقاعدې او طالبانو دجنگېالو پر ضد تعرضي عملېات، او په اقتصادي ساحو کې دافغانستان او پاکستان د حکومتونو سره مرستې شاملې دي.

هغه واېې امرېکا به خپل پوره کوښښ وکړي چې د افغانستان د روانې شخړې دپای ته رسولو په خاطر خپلې ډېپلوماتېکي هلې ځلې زېاتې کړي.

دامرېکا خارجه وزېره واېې چې امرېکا په افغانستان کې دسېاسي روغې جوړې دپروسې ملاتړ کوي او غواړي چې حکومت دهغو طالبانوسره روغه وکړي چې دتشدد نه لاس اخلي او اساسی قانون مني.

خو دامنېت او حکومتدارۍ په برخه کې باېد افغانان پوره مسوولېت په خپله غاړه واخلي. دامرېکا جمهورر ېس بارک اوباما واېې چې سږکال په جولاېې کې به د افغانستان نه دامرېکاېې عسکرو په راوېستلو باندی شروع وکړي او په ٢٠١۴ م کال کی به ټول عسکر راووځي

XS
SM
MD
LG