د لاس رسي وړ اتصالات

د ګاونډیو او نړیوالۍ ټولنې سره انډیوالۍ کې مو توازن ساتلی او ساتو یې، کرزی


د دیرشو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او دیپلوماتان پرون د پنجشنبې په ورځ په کابل کې جرګه شوي ؤ چې د افغانستان د راتلونکې په اړه بحثونه وکړي.

د ګاونډیو، سیمې او نورو هیوادونو چارواکي پدې خاطر پدې یوه ورځنۍ غونډې کې سره جرګه شوي ؤ چې څنګه په ګډه په افغانستان کې د ټیکاو د راوستلو لپار کار کولی شي او څنګه ددغه هیواد د اقتصاد په بیا جوړنه کې مرسته کولی شي.

په افغانستان کې هند، چین، پاکستان، روسیه، ایران ، سعودي عربستان او امریکا هر یو سیاسي اختلافونه لري او په هم پدې هیواد کې د بیلا بیلو هدفونو لپاره سیالي کوي. چې په همدې خاطر یې په افغانستان کې د پوره امنیت راوستل ګران کړیدي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د غونډې ګډون کوونکو ته وویل چې افغانستان به د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو سره په سیاست کې انډول ساتي.

" له نیکه مرغه افغانستان تر اوسه پدې توانیدلی چې د ټولو هیوادونو سره د اړیکو په ساتلو او ملګرتیا کې توزان وساتي او زمونږ نیت دا دی چې په هر حال کې به دې کار ته دوام هم ورکوو. "

د امریکن انټرپرایز په انسټیتیوټ کې د سیاسي چارو کارپوه احمد مجیدیار وایی ښاغلی کرزی کوښښ کوي چې د ډیپلوماسۍ پر مټ پاکستان دیته وهڅوي چې پخپلې خاورې کې د جګړه مارانو پر ضد جګړه وکړي.

" د چین او رسیې په شمول چې په پاکستان کې زیات اثر او رسوخ لري، د سیمې د نورو هیوادونو سره د مذاکراتو له لارې کرزی کوښښ کوي چې خبره پاکستان ته متوجه کړي. خو زه ډیر لږ پدې عقیده یم چې د هغوي دا ډول کوښښونه به کومه د پام وړ نتیجه ورکړي ځکه چې د افغانستان حکومت پخوا هم د پاکستان د حکومت نه دا ډول غوښتنې کړیدي. "

افغان ولسمشر حامد کرزي وویل چې د تروریزم، سخت دریزۍ او تشدد د پای ته رسولو لپاره د دغو هیوادونو همکاري بیخي ډیره مهمه ده. کرزي همدرانګه د طالبانو سره د سولې په خبرو هم ټینګار وکړ او د سعودي عربستان او پاکستان نه یې بیا وغوښتل چې پدې برخې کې دې نوره همکاري هم وکړي.

په عین حال کې د پاکستان لومړي وزیر په غونډې کې وویل چې د افغانستان مسله د هغه د هیواد لپاره زیات اهمیت لري.

" د نړۍ تر ټولو مهم پایتخت زمونږ لپاره کابل دی او د کابل حکومت زمونږ تر ټولو مهم ملګری او انډیوال دی. او پدې کې هیڅ شک نشته چې یو سوله ایز، ثبات لرونکی او خپلواکه افغانستان د پاکستان د سولې او ثبات لپاره مهم دی. "

که څه هم چې د افغانستان دامنیت او اقتصاد سره مرسته کوونکي هیوادونه اندیښمن دي چې فساد او رشوت خورۍ د دې هیواد د هدفونو د ترلاسه کولو مخه ډبه کړیده خو افغان ولسمشر حامد کرزي ژمنه وکړه چې د راتلونکو دوه کالونو لپاره چې دی په قدرت کې دی، پوره هڅه به وکړي چې د فساد او رشوت خورۍ د له منځه وړلو لپاره پوره هلې ځلې وکړي.

د کابل پدې یوه ورځنۍ غونډې کې د پاکستان او امریکا په اړیکو هم خبرې وشوې چې د ډیرو ستونزو سره مخ دي. د همدغو ستونزو له وجې پاکستان په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو لپاره د اکمالاتو لارې تړلې دي. د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د چارشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان د همدې اقدام له وجې امریکا ته په یوه ورځ کې تقریباً 100 میلونه ډالر زیان رسیږي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزرات یوه ویاند معزم خان پرون د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې وویل چې د امریکا سره د مالي اختلافاتو تر څنګ په نورو ډیرو شیانو کې هم د نظر اختلاف لري.

ښاغلی معزم خان وویل مونږ کوښښ کوو چې د امریکا سره ، د اکمالاتي لارو د بیرته پرانیستلو، د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او د امریکا لخوا د هغه برید په خاطر بښنه غوښتل شامل دي چې تیر کال پکې 24 پاکستاني عسکر ووژل شول. خو امریکا ویلي دي چې د پیښې په خاطر خواشینې ده خو بښنه به ونه غواړي او نه به هم د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړي.

XS
SM
MD
LG