د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما اداره افغانستان کې د اداری فساد سره په مقابله له سره غور کوي


د اوباما اداره افغانستان کې د اداری فساد سره په مقابله له سره غور کوي
د اوباما اداره افغانستان کې د اداری فساد سره په مقابله له سره غور کوي

د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه وايي چی داوباما اداری چارواکي په دی مسله با له سره غور کوي چی په افغانستان کی له اداري فساد سره څنگه مقابله وکړي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د نامعلومو چارواکیو له قوله لیکی چی دامریکا په طریقه باندی د اداری فساد سره مبارزه ددی سبب شویده چی د افغانستان له جمهوررئیس حآمد کرزي سره درز او اختلاف پیدا شی.

چارواکیو دغی ورځپاڼی ته ویلی دی چی په دی خبره باندی اتفاق نظر منځته راځي چی د ښاغلی کرزی په اداره کی د مهمو اداری فسادونو مسایل باید په داسی توگه د بندو دروازو ترشا حل شی چی پرده پکی وساتل شی. نسبت دیته چی په عام ډول محآکمی ته راکش کړی شی.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه وايی دملی امنیت سلاکاران به په دی اونی کی له جمهوررئیس سره ملاقات وکړی چی په دی ستونزه باندی ورسره خبری وکړی.

ناټو په دی برخه کی نوي هدایات خپاره کړیدی چی د بیلونو ډالرو نړیوال قراردادونه په څه ډول خلکو ته ورکړی. دهغوی دانوي هدایات ددی لپاره دي چی له اداری فساد سره مقابله وکړی.

هغه پروتوکول چی په افغانستان کی دناټو عالی نظآمی قوماندان جنرال ډیویډ پیټرییس خپور کړیدی، په هغه کی ددی اندیښنو په باب هم خبری شویدی چی د قراردادونو پیسی یاغیانو ته رسیږی.

دا بدلونو نه دهغو عادی افغانانو د شکایاتو په ځواب کی شویدی چی وايی دوی په خپل ورځنی ژوند کی ډیر لږ بدلون لیدلی دی.

که څه هم افغانستان ته په ملیاردو ډالره له ٢٠٠١ میلادی کال راهیسی راروان دی.

شخصی قراردادیان دواړه افغانان اوامریکا یان دامریکا او ناټوقواوته ډیری خدمات برابروی په دی کی ترانسپورت، امنیت ، ښوونه او روزنه، بیارغونه، دخوراک او صحي چارو سهولتونه دامریکا په نظآمی اډو کی شامل دی.

XS
SM
MD
LG