د لاس رسي وړ اتصالات

ایرلنډ افغانستان ته ماتې ورکړه، سیریز مساوي روان دی


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ څلورمه لوبه د جمعې په ورځ ده
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ څلورمه لوبه د جمعې په ورځ ده

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د یوې ورځنیو سیالیو د پنځو لوبو د لړۍ درېیمه لوبه ایرلنډ وګټله.

پچه افغانستان وګټله او ایرلنډ ته یې په ۵۰ اورونو کې د ۲۵۷ منډو هدف ورکړ، خو ایرلنډ دا هدف د شپږو کسانو په سوځېدو سره په ۴۹ اورونو کې پوره کړ.

د افغانستان د سر څلور لوبغاړي ژر وسوځېدل او یو مهال په شاوخوا ۶۰ منډو کې د افغانستان څلور لوبغاړي سوځېدلي وو. خو اصغر افغان نجیب ځدراڼ ښه ملګرتیا وکړه او ایرلنډ ته یې نسبتآ یو ښه هدف وټاکه.

نجیب ځدراڼ په دغې لوبې کې ۱۰۴ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده، دا په یوې ورځنیو لوبو کې د هغه لومړنۍ سلیزه وه، خو د افغانستان د بري لپاره کافې منډې نه وې.

د ایرلنډ انډي بالبېرن ۱۴۶ منډې وکړې، لوبه یې وګټله او تر پایه هم ونه سوځېده.

د ایرلنډ په دغه بري سره د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یوه ورځنیو لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي شوه. دویمه لوبه د باران له کبله ونشوه.

هر چا چې پاتې دوې لوبې وګټلې، سیریز ګټي. څلورمه د مارچ په اتمه د جمعې په ورځ ده.

XS
SM
MD
LG