د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرېکټ د وروستیو ماتو دلایل څېړل کیږي


افغانستان پر عمان او هالېنډ لوبې وبایللې چې د کرېکټ مینوالو په ټولنیزو شبکو کې پرې کلکې نیوکې وکړې.
افغانستان پر عمان او هالېنډ لوبې وبایللې چې د کرېکټ مینوالو په ټولنیزو شبکو کې پرې کلکې نیوکې وکړې.

د افغانستان دکرېکټ بورډ چارواکي وايي په لوبو کې یی د عمده ستونزو څیړل پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دکرېکټ ملي لوبډله د٢٠١٦ کال د نړیوال کپ سیالیو ته تر لارې موندنې وروسته نن کور ته راستنه شوه.

د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي وايي چې بخت ورسره یاري ونه کړه او یوازې نړیوال کپ ته په لار موندنې یې بسنه وکړه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د عمان پر خلاف د افغانستان د ملي لوبډلې د ماتې په اړه یې څېړنې پیل کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا که څه هم دوی د غوراوي سیالیو کې درې پرلپسې لوبې وکړې او قوي لوبډلې یې ماتې کړې، خو لکه څنګه چې دوی پلان درلود د کپ له ګټلو بې برخې شول.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایي مشر شفیق ستانکزی وایي "عمان هم نړیوال جام ته لاره ومونده او دا یوه غښتلي ډله وه په لوبه کې تیروتنه موجوده وه چې د هغې پلټنه به کیږي."

بورډ وايي‌ چې د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اورونو د نړیوال جام سیالیو څخه مخکې به د افغانستان د کرېکټ ملي‌ لوبډله له ځینو هېوادونو سره تمریناتي لوبې و کړي.

په ورته وخت کې د کرېکټ د ملي‌ لوبډلې لوبغاړي وايي افغانستان ته د ځینو هېوادونو لخوا پلان جوړ شوی و چې نړیوال کپ ته لار پیدا نه کړي.

د ملي لوبډلې د لوبغاړو په وینا د ځینو کمزورو لوبو او باران له کبله دوی اتلولي ترلاسه نه کړه.

د ملي‌ لوبډلې کپټان اصغر ستانکزی وایي "د ٢٠١٦ کال ورلډ کپ په هند کې دی نو انشاالله هغه میدانونه داسي دي لکه د کابل او جلال آباد غوندې، نو زمونږ لوبغاړي کولی شي چې ښه لوبه وکړي او د افغانستان لپاره یو ښه نوم وگټي."

د ۲۰۱۶ کال د کرېکټ د غوراوي په سیالیو کې د نورو لوبغاړو ترڅنګ ځوانو لوبغاړو هم د پام وړ لوبې وکړي.

د کرېکټ د لوبډلې لوبغاړی شرف الدین اشرف وايي باید د کرکټ بورډ په راتلونکو سیالیو کې په ځوانو لوبغاړو هم کار وکړي.

د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اورونو د غوراوي سیالۍ په سکاټلېنډ او ایرلېنډ کې وشوې چې ۱۴ لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.

افغانستان ټولټال نهه لوبې وکړې چې، پنځه یې وګټلې، دوه یې د باران له کبله مساوې اعلان شوې او دوه یې هم وبایللې.

افغانستان پنځم مقام وګاټه او نړیوال جام ته ووت، دا څلورم پرلپسې ځل دی چې افغانستان د ۲۰ اورونو په نړیوال جام کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG