د لاس رسي وړ اتصالات

اصغر ستانکزی: له بري وروسته ټولو لوبغاړو ژړل


کپټان اصغر ستانکزی وايي له بري وروسته " ټولو لوبغاړو ژړل " او ماته داسې برېښېدل لکه "خوب چې وینم."
کپټان اصغر ستانکزی وايي له بري وروسته " ټولو لوبغاړو ژړل " او ماته داسې برېښېدل لکه "خوب چې وینم."

افغانستان د کرکټ د دویمې درجې لومړنی هېواد شو چې د دغې شورا د لومړۍ درجې له یو هېواد څخه د پنځو لوبو لړۍ درې/ دوه ګټي.

په دې مانا چې د کرکټ په شاوخوا دوه سوه کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د دویمې درجې یو هېواد دومره ستر کار کوي.

افغانستان تراوسه له زمبابوې سره په نهو لوبو کې پنځه ګټلي دي؛ په دویمې درجې هېوادونو کې بل هېڅ یو هېواد هم له اولې درجې هېواد څخه دومره ډېرې لوبې نه دي ګټلي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم دانش امریکا غږ اشنا ته وویل " دا دومره لویه کامیابي ده لکه ورلډ کپ ( نړیوال جام) چې مو ګټلی وي. "

کپټان اصغر ستانکزي وویل چې له بري وروسته " ټولو لوبغاړو ژړل " او ماته داسې برېښېدل لکه "خوب چې وینم."

د افغانستان د بري راز

کپټان اصغر ستانکزی وايي د بري رازونه یې ډېر دي، خو د نوي ي روزونکي انضمام الحق راتګ، د افغانستان د پیل د لوبغاړو ښه ځلېدل او په دویم نمبر باندې د محمد نبي راویستل او ښه لوبېدل، د دغه بري اساسي ټکي دي.

محمد نبي عیسی خیل د دویمې درجې لومړنی لوبغاړی شو چې د لومړۍ درجې هېواد په وړاندې ډېرې منډې کوي، ده سلیزه هم وکړه.

دولت ځدراڼ له زمبابوې سره په وروستۍ لوبې کې څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
دولت ځدراڼ له زمبابوې سره په وروستۍ لوبې کې څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

ښاغلي ستانکزي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې روزونکي، د لوبغاړو په ذهن کې دا خبرې کېنولې چې " په کوم ځای کې څنګه لوبه وکړو، د هر وخت خپله لوبه وي، په ځان باور ولرﺉ چې هره لوبډله ماتولی شﺉ، عزم غښتلی او هدف لوی وټاکﺉ، کرکټ د لږ وخت او د لویو شارټونو لوبه نه ده، د حوصلې او فکر لوبه ده. "

د کرکټ بورډ یو بل چارواکي عزیزالله فضلي وايي چې د ښه ښوونکي یو صفت دا وي چې تکړه زده کوونکي ژر وپېژني او انضمام الحق همدغه کار وکړ.

ښاغلي ستانکزي وویل له زمبابوې سره تر لوبې دوه اوونۍ مخکې دغه هېواد ته رسېدل او له موسم او حالاتو سره د لوبغاړو اشنا کېدل هم د لوبې په ګټلو کې مهم رول ولوبوه.

ارمان

په لوبډلې کې د نوي لوبغاړي راشد ارمان لوبول د زمبابوې په وړاندې د افغانستان د بري یو بل مهم ټکی بلل کیږي.

راشد ارمان د افغانستان د ۱۹ کلنو له لوبډلې ملي لوبډلې ته راوستل شوی او د زمبابوې په وړاندې یې ډېره ښه توپ اچونه وکړه.

دی په څلورو لوبو کې ولوبول شي چې پنځه لوبغاړي یې وسوځول، خو لوی کمال یې دا و چې د زمبابوې پر منډه جوړوونکو یې ډېر توپونه مس او پر هغوی یې شته فشار هماغسې وساته او لا یې زیات کړ.

راشد ارمان لېګ برګ ګوګلي باولر دی.

ګوګلي

ورو ښې لاسی ( لېګ سپینر)، چې معمولا له چپ لوري نه ښې لوري ته بال تاووي، که همدغه بال له ښي لوري نه چپ لوري ته تاو کړي بیا ګوګلې بلل کیږي.

دا کمال په هر لېګ سپینر باولر کې نه وي، دا ډول توپ اچوونکي، منډه جوړونکو او په خاص ډول ښي لاسي منډه جوړوونکو ته لوی سرخوږی وي.

په لومړي ځل دا ډول توپ اچونه د انګلېند یو لوبغاړي برنارډ جمیز وکړ.

ستونزې

که له زمبابوې سره د افغانستان دغو پنځو واړو لوبو ته وکتل شي، تر منډه جوړونکو، توپ اچوونکو په کې مهم او مثبت رول لوبولی دی.

په دغو ټولو لوبو کې له محمد نبي، نور علي او شهزاد پرته بل هېڅ یو لوبغاړي هم ۵۰ او تر ۵۰ ډېرې منډې ونکړې.

که افغان لوبغاړو ته د پیاوړ لوبډلو سره د لوبې زمینې برابرې شي، دوی ثابته کړه چې تر چا کم نه دي.
که افغان لوبغاړو ته د پیاوړ لوبډلو سره د لوبې زمینې برابرې شي، دوی ثابته کړه چې تر چا کم نه دي.

داسې ښکاري چې د بېټېنګ له پلوه د افغانستان ستونزه تر ډېره پر خپل ځای پاتې ده؛ په یوه لوبه کې په ۱۲۳ منډو کې د افغانستان یو لوبغاړی سوځېدلی و، خو کله چې افغانستان ۱۵۰ منډو ته رسېده بیا یې پنځه لوبغاړي سوځېدلي وو.

کپټان ستانکزی وايي چې نوي روزونکي دغې ستونزې ته متوجه شوی دی "نوی روزونکی په دې کار کوي چې څنګه دوه لوبغاړي ډېرې منډې او د منډو ملګرتیا وکړي. هغه د خپل وخت ښه منډه جوړوونکی و او د افغانستان دغې ستونزې ته متوجه شوی دی. "

خو ښاغلي ستانکزي دا خبره هم وکړه چې د زمبابوې په لوبو کې، موسم او میدان د منډه جوړوونکو پر ځای ورو توپ اچوونکو ته ډېر مناسب وو.

زده کړې

ښايي اوس افغان لوبغاړي دا درک کړی وي چې دوی هم د کرکټ د نړیوالې شورا د هر غړي هېواد د لوبغاړو په څېر استعداد لري؛ نړیوالې لوبې ښې کولی او قوي لوبډلې هم ماتولی شي.

ښايي زمبابوې ته په خپل کور کې داسې ماتې ورکول، د افغانستان له لوري ځینو نورو هېوادونو ته هم د خطر زنګ وي؛ پر دې سربېره شاید اوس ځينې نور هېوادونه لکه بنګلدېش، پاکستان او نور له افغانستان سره نړیوالو لوبو ته هم زړه ښه کړي.

له زمبابوې سره په پنځو لوبو کې، له محمد نبي، نور علي او شهزاد پرته بل هېڅ افغان لوبغاړي ۵۰ او یا تر ۵۰ ډېرې منډې ونکړې.
له زمبابوې سره په پنځو لوبو کې، له محمد نبي، نور علي او شهزاد پرته بل هېڅ افغان لوبغاړي ۵۰ او یا تر ۵۰ ډېرې منډې ونکړې.

افغانستان چې دا مهال د نړیوالې شورا د دویمې درجې په هېوادونو کې دی، تر ډېره د همدغې درجې له هېوادونو سره لوبې او سیالۍ کوي چې تجربه یې هم په همدغو لوبو پورې محدوده پاتې شوې ده.

که له نورو پياوړو لوبډلو سره لوبې وکړي او یا د لوبو زمېنې ورته برابرې شي، دوی ثابته کړې چې وړتیا او استعداد لري.

افغانستان تراوسه ۵۶ نړیوالې یوې ورځنۍ سیالۍ کړي او ۲۸ یې ګټلې دي؛ د دویمې درجې د نورو هېوادونو په پرتله د افغانستان ګټلې لوبې هم زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG