د ننۍ لوبې پچه زمبابوې وګټله خو د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۲۳۷ منډو هدف ورکړ.
په افغان توپوهونکو کې اکرام فیضي تر ټولو ډېرې ۶۵ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده.
د زمبابوې ټوله لوبډله په ۱۹۲منډو کې وسوځېده.
په افغان ځوان توپ اچوونکو کې ظاهر خان څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه د زمبابوې له ۱۹ کلنې لوبډلې نه د یکشنبې په ورځ ګټلې وه او درېیمه لوبه به يې د جمعې په ورځ وي.
دغه لوبې په هند کې کیږي.