د لاس رسي وړ اتصالات

زمبابوې افغانستان ته ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ یې مساوي کړه


اخري لوبه د یکشنبې په ورځ ده
اخري لوبه د یکشنبې په ورځ ده

زمبابوې افغانستان ته په څلورمه لوبه کې ماتې ورکړه او په دې ډول يې د پنځو لوبو لړۍ ۲/۲ مساوي شوه.

نننۍ لوبه بیا هم د زمبابوې د هرارې په لوبغالي کې وشوه. افغانستان د پچې له ګټلو وروسته د منډو پرېکړه وکړه، خو لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل او ورپسې باران وشو چې د افغانستان ماتې ته یې لاره هواره کړه.

د باران له کبله لوبه ۴۲ اورونو ته کمه شوه خو د افغانستان ټوله لوبډله په ۳۹ اورونو کې وسوځېدله او یوازې یې ۱۱۱ منډې وکړې.

زمبابوې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره دا منډې په ۲۳ اورونو کې پوره کړې او لوبه یې وګټله.

افغانستان د پنځو یوې ورځنیو سیالیو لپاره زمبابوې ته تللی دی او اخري لوبه یې د یکشنبې په ورځ ده چې د دغې لړۍ ګټونکی معلوموي.

افغانستان تېرکال له زمبابوې نه د دا ډول لوبو لړۍ وګټله. همدا څو اونۍ مخکې د افغانستان الف لوبډله هم زمبابوې ته تللې وه او د زمبابوې له الف لوبډلې نه یې د پنځو لوبو لړۍ ۱/۴ وګټله.

XS
SM
MD
LG