د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له بنګله دېش نه د ۲۰ اورونو د لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله


د وروستۍ لوبې اتل راشد خان و چې په وروستي اور یې نهه منډې هم ورنکړې
د وروستۍ لوبې اتل راشد خان و چې په وروستي اور یې نهه منډې هم ورنکړې

افغانستان له بنګله دېش څخه د ۲۰ اورونو د دریو نړیوالو لوبولړۍ ۳-۰ وګټله، د وروستۍ لوبې اتل راشد خان و.

افغانستان بنګله دېش ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه خو بنګله دېش تر وروستي باله مقاومت وکړ او په یوه منډه یې لوبه وبایلله. د دغې لوبې تر ټولو هیجاني شیبه وروستۍ اور و چې راشد خان وکړ. په شپږو توپونو نهه منډې پاتې وي، خو راشد په لومړي توپ مشفق الرحیم وسوځوه او د بنګله دېش د بري مزل یې ټکنی کړ.

په اخري توپ باندې څلور منډې پاتې وي، بیټمین شاټ وواهه خو شفیق الله شفق توپ له شپږیزې را ورګرځوه، بال په ځمکه ولویده چې له کرښې واوړي خو بیا هم شفق ځان وغورځوه او توپ یې وژغوره او افغانستان په یوه منډه لوبه وګټله.

په دې سره افغانستان له بنګله دېش څخه د ۲۰ د دریو نړیوالو لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله.

راشد، مجیب او کریم جنت د بنګله دېش یو- یو لوبغاړي وسوځول، درې نور لوبغاړي یې په منډو کې وسوځېدل. تر ټولو ډېرې منډې ۳۳ سمیع الله شینواري وکړې، اصفر ستانکزي ۲۷، محمد شهزاد ۲۶، عثمان غني ۱۹، نجیب ځدراڼ ۱۵، شفیق الله شفق څلور او محمد نبي درې منډې وکړې.

افغانستان له دغه سیریز وروسته له هند سره د ټسټ لوبه لري چې د جون په ۱۴ ده.

XS
SM
MD
LG