د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له ایرلنډ څخه د شل اوریزو سیالیو لړۍ وګټله


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېیمه لوبه د جمعې په ورځ ده
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېیمه لوبه د جمعې په ورځ ده

افغانسان له ایرلنډ څخه د شلو اورونو دویمه لوبه هم وګټله.

دا د دریو لوبو لړۍ ده چې افغانستان دوه-صفر وګټله. دا لوبې په ایرلنډ کې کیږي.

افغانستان د چهارشنبې په ورځ (اګست۲۲) د پچې له ګټلو وروسته په ۲۰ اورونو کې ایرلنډ ته د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ، خو د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۷۹ منډو وسوځېدله.

په افغان منډه جوړونکو کېتر ټولو ډېرې منډې ۸۲ حضرت الله ځاځي وکړې، ځاځي په اولې لوبې کې ۷۴ منډې کړې وې.

په افغان بالرانو کې بیا راشد خان څلور او مجیب الرحمن درې لوبغاړي وسوځول. محمد نبي، فرید ملک او افتاب علم یو-یو مخالف لوبغاړي وسوځول.

افغانستان لومړنۍ لوبه هم ګټلې وه. درېیمه د جعې په ورځ ده.

XS
SM
MD
LG