د لاس رسي وړ اتصالات

رحمت شاه لومړی افغان شو چې په ټست لوبې کې سلیزه کوي


رحمت شاه لومړی افغان شو چې په ټسټ کې سلیزه کوي
رحمت شاه لومړی افغان شو چې په ټسټ کې سلیزه کوي

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د ټسټ لوبې اوله ورځ ختمه شوه. په اوله ورځ افغانستان پر لوبې برلاسی و.

افغانستان ۲۷۱ منډې کړي او پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي دي. سبا جمعه (سپتمبر۶) به اصغر افغان او افسر ځاځی د لوبې په دویمه ورځ بېټېنګ پیلوي. افغان ۸۸ او ځاځي ۳۵ منډې کړي دي.

افغانستان د پچې له ګټلو وروسته لومړی د بیټنګ کولو فیصله وکړه. د نننۍ لوبې ستوری رحمت شاه زرمتی و. رحمت شاه ۱۰۲ منډې وکړې او لومړی افغان شو چې په ټسټ لوبې کې سلیزه کوي. هغه لس څلوریزې او دوه شپږیزې ووهلې او ټولټال یې ۱۸۷ بالونه ولوبول.

د افغانستان د سر دوه لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او احسان الله جنت په ۲۱ او نهو منډو وسوځېدل. حشمت الله شهیدي په ۱۴ او محمد نبي عیسی خیل په صفر وسوځېدلو.

په عمومي ډول افغانستان په اوله ورځ ښه بېټېنګ وکړ او که په دویمه ورځ یې تر ۳۵۰ منډو واړولې، بنګله دېش به تر فشار لاندې وي.

د بنګله دېش تاج الاسلام او نعیم الاسلام دوه-دوه لوبغاړي او محمدالله یو افغان لوبغاړی وسوځول. داسې ښکاري چې دا میدان د ورو توپ اچوونکو لپاره ښه مساعد دی او بېټېنګ هم په کې کېدی شي.

XS
SM
MD
LG