د لاس رسي وړ اتصالات

مس عینک د افغانستان د لست آې سیالیو اتلولي وګټله


دا سیالۍ د شپږو زونونو ترمنځ‌وې

په افغانستان کې د (امان الله خان د لست آې) سیالیو د اتلوليو پایلوبه د کابل په نړیوال لوبغالي‌کې وشوه.

لوبه د سه شنبې په ورځ (سپتمبر۲۴) د مس عینک او بست ترمنځ ‌وه چې مس عینک وګټله.

د ا د یوې ورځنیو لوبو سیالۍ وي چې شپږو زونونو لوبډلو په کې برخه لرله. د بورډ چارواکي وايي چې د دغو سیالیو یو هدف د نویو ځوانانو موندل وو.

جعفر هاند له دوو لوبغاړو افسر ‌ځاځي او ضیالرحمن شریفي سره په دې اړه خبرې کړي‌. دوی دواړه د افغانستان د ملي ټیم لوبغاړي دي‌ چې په مس عینک کې هم ولوبېدله.

XS
SM
MD
LG