د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان سکاټلنډ ته ماتې ورکړه


افغانستان سکاټلنډ ته ماتې ورکړه
افغانستان سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

په سکاټلنډ کې د افغانستان او کوروبه لوبډلې تر منځ انټرکانټینینټل جام لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه پای ته ورسیده. د لوبې په لومړۍ ورځ سکاټلنډ پچه وګټله خو د منډو جوړولو لومړی نوبت یې افغانستان ته ورکړ.

سکاټلنډ د لویو وچو په هیوادونو کې تر اوسه پوری لومړی مقام درلود خو دغه ویاړ اوس د افغانستان ملي لوبډلې د ځان کړ.

د لوبې په لومړۍ ورځ د افغانستان لخوا لوبه کریم صادق او نور علي ځدارن پیل کړه او تر ډیره وخته یې د سکاټلنډ بالران ستړي کړل خو کله چې د 36 منډو په جوړولو سره ځدران په منډه وسوځید نو څو شیبې وروسته صادق هم د لوبغاړو خونې ته ستون شو خو د اوه شپیتو منډو نه وروسته. د لومړۍ ورځې په پای کې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره 435 منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا تر ټولو ښه لوبه سمیع الله شینواري وکړه. هغه پوره 102 منډې جوړې کړې. اضغر ستانکزي هم کوښښ کاوه چې تر سلو یې ورسوي خو ناهیلی شو او په 93 منډو باندې وسوځید.

کله چې سکاټلنډیانو خپل لومړی نوبت پدې هیله پیل کړ چې د افغانستان لخوا ټاکل شوی هدف به ورپوره کړي خو دا ځل د افغانستان د لوبډلې حمید حسن د هغوي د منډو جوړلو مخه ډب کړه. حمید حسن پوره شپږ سکاټلنډیان وسوځول او په اتلسو اورونو کې یې یوازې څلویښت منډې ورکړلې.

محمد نبي هم د بال په برخې کې ښه لوبه وکړه او د سکاټلنډ دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د سکاټلنډ ټول لوبغاړي یوازې د 139 منډو په جوړولو سره وسوځیدل او افغانستان خپل دویم نوبت پیل کړ.

دا ځل تر ټولو غوره لوبه محمد شهزاد وکړه، هغه پوره 105 منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه پورې ونه سوځید.

د افغانستان لوبډلې د 249 منډو جوړولو نه وروسته د لوبې میدان سکاټلنډ ته ورپریښود.

سکاټلنډ په دویمه ورځ د لوبې د ګټلو لپاره 546 منډو ته ضرورت درلود او یا یې باید چې ټوله ورځ لوبه کړې وه چې لوبه یې مساوي کړې وه خو بیا هم حمید حسن د ویکټو په اخیستلو پیل وکړ او دا ځل یې د سکاټلنډ پنځه لوبغاړي وسوځول.

حمید حسن لومړنی افغان لوبغاړی شو چې یوولس کسان یې سوځولي دي.

سکاتلند تر اوسه د لويو وچو په کپ کې لومړى مقام درلود او افغانستان په دريم نمبر و .خو د افغانستان له بري سره اوس افغان لوبغاړي په اول مقام او سکاتلنديان په دويم نمبر دي .

افغانستان له کينيا سره او سکاتلند له زمبابوې سر ه خپله وروستۍ او شپږمه لوبه کوي ،د اول او دويم مقام موندونکي به د نومبر په مياشت کې پايلوبه کوي .

که افغانستان له کينيا لوبه ونه بايلي او سکاتلند له زمبابوې سره بريالى نه شي نو شايد پايلوبه د زبمبابوې او افغانستان وي

XS
SM
MD
LG