د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړو د ایرلنډ خلاف لوبو ته تمرینونه پيل کړل


افغانستان له ایرلنډ سره د یوې ورځنیو، ۲۰ اوریزو او ټست لوبو سیریزونه لري

په هند کې لسګونه افغان لوبغاړو د ایرلنډ سره د را روانو سیالیو لپاره د چمتوالي تمرینونه پيل کړي دي.

شاوخوا ۴۴ افغان لوبغاړي په دغو تمرینونو کې برخه لري چې د هند د بنګلور په ښار کې روان دي.

رحمت شاه او ناصر جمال د ملي لوبډلې منډه جوړونکي دي
رحمت شاه او ناصر جمال د ملي لوبډلې منډه جوړونکي دي

د افغانستان د ملي لوبغاړو د غوراوي کمېټه وايي چې د دغو لسګونه لوبغاړو له ډلې به د وړتیا په اساس له ایرلنډ سره سیالیو ته لوبډله برابره کړي.

افغانستان په هند کې د ایرلنډ سره پنځه یوه ورځنۍ، درې ۲۰-اوریزې او یوه ټسټ لوبه لري چې د فبروري په ۲۱ پیلیږي او د مارچ په ۱۹ ختمیږي.

په دغو تمرینونو کې شاوخوا ۴۴ افغان لوبغاړي برخه لري
په دغو تمرینونو کې شاوخوا ۴۴ افغان لوبغاړي برخه لري

دا تمرینونه د نړیوال جام سیالیو لپاره د افغانستان د چمتوالي یو پړاو هم بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG