د لاس رسي وړ اتصالات

ایکانومسټ: افغان کرکټ ټیم نړۍ حیرانه کړې


د ایکانومسټ مشهورې ورځپانې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم په وروستیو بریاو او د کال ٢٠١٥ د کرکټ نړیوال جام ته په رسیدو ېې ډیره حیراني ښودلې ده.

د ایکانومسټ وروستې خپرونه لیکي چې دکرکټ نړیوال جام ته دافغانستان د لوبډلې رسیدل د کرکټ ستر ټیمونه حیران کړیدي او وايي چې په دومره لږ موده کې او په دومره کمو امکاناتو د افغانستان غوندي جنګ ځپلي هېواد نه د یو ټیم دومره سترو لوبو ته رسېدل غټه خبر ده.

خپرونه زیاتوي چې د افغانستان ټیم ایله لس کاله کیږي چې د کرکټ لوبه په رسمي توګه پیل کړېده خو په دې دومره لږ موده کې افغانستان کې نه یوازې د خپلې سویې ټول ټیمونه مات کړیدي بلکې دوه ځلي یې د کرکټ د شل اورونو ، د کرکټ د نولس کلنو ټیمونو دوه نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی دی او د پاکستان او اسټریلیا غوندې نړیوالو ټیمونو سره په سیالیو کې مخامخ شویدي.

د ایکانومسټ په وینا د بنگله دیش او زمبابوې په شان د اولې درجې کمزوري ټیمونه د افغانستان پرمختګ وار خطا کړیدي او ویره لري چې که د افغانستان په وړاندې لوبه وبایلي نو خپل اوسنۍ مقام به له لاسه ورکړي.

افغانستان د ٢٠١٥ کال په فیبرورۍ کې د کرکټ په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دیش سره لري.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان کرکټ ملي ټیم او نولس کلن ټیم ته د دوي د وروستیو بریاو او نړیوالو سیالیو ته د رسېدو په خاطر عالي دولتي مډالونه او انعامونه ورکړل.
XS
SM
MD
LG