د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د سولې لپاره د کرکټ سیالۍ کیږي


د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو ځوانان لښکرګاه ته راغلي چې دا لوبې وګوري
د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو ځوانان لښکرګاه ته راغلي چې دا لوبې وګوري

د هلمند ځوانانو د سولې لپاره په خپل لګښت د کرکټ سيالۍپیل کړي‌دي.
يادي سيالۍ د هلمند د کرکټ اکاډمی مسؤل قدرت الله هلمند او ټيم مشر ميرويس افغان په نوښت جوړې شوي‌ دي.

دغه سيالۍ د روژې مياشتې په لومړۍ پيل شوي او د دې ولايت د مختلفو ولسواليو څخه ګڼ شمېر ځوانانو په کې ګډون کړی دی.

د سولې په نوم يادې سيالۍ په ايوب خان ستوډيم کې کېږي. په همدغه میدان کې کابو دوې مياشتې مخکې د غېږبازۍ سيالۍ پر مینوالو بريد وشو او ۱۶ ملکيان یې ووژل.

د سیالیو تنظیمونکي وايي‌ دوی ددې سياليو له لارې خلک سولې ته رابولي او ځوانان د جګړې په ځای سپورت ته هڅوي.

هلمند کې د سولې لپاره کرکټ کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

XS
SM
MD
LG