د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ایرلنډ سره د یوې ورځنیو لوبو لړۍ په بریا پیل کړه


فغانستان تر دغو سیالیو مخکې له ایرلنډ څخه د ۲۰اورونو د دریو لوبو لړۍ۲-۰ وګټله
فغانستان تر دغو سیالیو مخکې له ایرلنډ څخه د ۲۰اورونو د دریو لوبو لړۍ۲-۰ وګټله

د دوشنبې د ورځې (اګست ۲۷) په لوبه کې ایرلنډ پچه وګټله او افغانستان ته یې د منډو بلنه ورکړه.

افغانستان په ۵۰ اورونو کې د ۲۲۷ منډو هدف ورکړ خو د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۱۹۸ کې وسوځېدله.

په افغان منډه جوړوونکو کې ګلبدین نایب ۶۴ او حشمت الله شهیدي ۵۴ رنزونه وکړل. په توپ اچوونکو کې محمد نبي، راشد خان او افتاب علم دوه-دوه کسان او ګلبدین نایب او مجیب الرحمن یو-یو لوبغاړي وسوځول.

دا له ایرلنډ سره د افغانستان د دریو یوې ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ سیالي وه. دویمه لوبه یې د چهارشنبې او وروستۍ لوبه یې د جمعې په ورځ ده.

افغانستان تر دغو سیالیو مخکې له ایرلنډ څخه د ۲۰اورونو د دریو لوبو لړۍ۲-۰ وګټله او درېیمه لوبه یې د باران له کبله بي نتیجې اعلان شوه.

XS
SM
MD
LG