د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان عالی رتبه ډیپلومات خوشی شوۍ


د افغانستان عالی رتبه ډیپلومات خوشی شوۍ
د افغانستان عالی رتبه ډیپلومات خوشی شوۍ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی هغه عالی رتبه ډیپلومات چی دوه کاله مخکی په پاکستان کی برمته شوئ ؤ ، خوشی کړئ شوۍ او افغانستان ته ستون شوئ دئ.

چارواکي وایی چی عبدالخالق فراهي پرون خوشی کړئ شؤ.

فراهي په پاکستان کی لوی قنسل ؤ او د ٢٠٠٨ م کال د سپټمبر په میاشت کی په پیښور کی وسله والو د هغه موټر ودراوه او موټروان یی وواژه.

افغان چارواکي وایی چی فراهی هغوی ته د خوست په ولایت کی وروسپارل شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چی فراهي خپل کور او کورنۍ ته ستون شوی دئ.

د فراهی د برمته کیدو په وخت هغه دی ته کاندی و چی په پاکستان کی د سفیر پحیث مقرر شی.

تر اوسه پوری د هغه د خوشي کیدو جزُییات ندی خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG