د لاس رسي وړ اتصالات

اکلیل حکیمي: د ۲۰۱۴ کال بد اقتصادي حالت ختم شوی


د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي.
د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي.

اکلیل حکیمي د یکشنبې په ورځ په ارګ کې افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو اود افغان حکومت ترمنځ د نظارت او همغږۍ غونډې ته وویل چې د مخه د افغانستان اقتصاد د مرسته کوونکو هیوادونو په مرستو ولاړ و، خو اوس هڅه کیږي چې دا حالت بدل شي او د کرهڼې او د کانونو له صنعت څخه په کاراخیستلو خپل اقتصاد په خپلو منابعو ودریږي.

ښاغلي حکیمي وویل "د خپل امنیتي سکټور د مصرف لپاره زیاتو منابعو ته اړتیا لرو، د دې مسئلې د حل لپاره موږ ژمن یو چې د خپلو عوایدو زیاتېدو بهیر روان وساتو، دتلپاتې ودې لپاره موږ د فساد سره د مبارزې په برخه کې په یوه مناسبه لاره غور کوو، موږ د یو بل ورو اقتصادي حالت زور نه لرو او نه هم خلک غواړي چې د یوې نامعلومې مودې لپاره اقتصادي بحران سره مخامخ شي".

د نړیوالې ټولنې اود افغان حکومت د نظارت او همغږۍ په لسمه غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست ښاغلي معصوم ستانکزي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي حکمت خلیل کرزي او د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور، معاون ښاغلي سلېمان کاکړ هم ګډون کړی و.

ملي عواید

د مالیې وزیر په افغانستان کې د ملي عوایدو د کچې د لوړیدو لپاره د افغان حکومت د یو لړ اقداماتو یادونه وکړه وې ویل چې دوی به د خپلو سراتیژیکي انډیوالانو سره په ګده کار وکړي او هم به د وزارتونو په کارونو کې د شفافیت او ښه حکومتوالۍ د رامنځ کیدو لپاره هڅې وکړي ترڅو خلک د افغان حکومت ابتکارات احساس کړي.

ښاغلي حکیمي وویل "ما خپله مالیه ورکړه د پروګرام د پلي کیدو له لارې چې په ترڅ کې به یې خلک په دې وپوهول شي چې د مالیې ورکړه څومره مهمه ده او څنګه د هغوی پر ژوند اغیز کوي".

هغه وویل چې په افغانستان کې د ځانګړو اقتصادي زونونو د جوړولو لپاره به کار وکړي چې د یوې خوا د پانګونې کچه لوړه شي او د بلې خوا په هیواد کې کاري فرصتونه رامنځ ته شي، او د بهرنیانو د پوځي اډو څخه چې اوس ورڅخه کار نه اخیستل کیږي کار واخیستل شي.

همداشان د مالیې وزیر په ګمرکونو کې د عوایدو په راټولولو کې د شفافیت لپاره د افغانستان په شپږو سرحدي ګمرکونو کېد سي کوډا د سیستم په کار اچولو یادونه هم وکړه وې ویل چې د مالیې لانجو د هوارولو لپاره به د مالیې جرمونو د ارزونې لپاره د یوې ځانګړې محکمې په رامنځ ته کیدو هم کار وکړي.

هغه وویل چې دا محکمه به د پیسو د وینځلو او د غیر قانوني لارو د غلا شوو پیسو د بیرته ستنیدلو د مخنیوي لپاره کار وکړي.

د مالیې وزیر د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د پروژو په ځانګړي ډول د کاسا زر او د ټاپي د پروژو یادونه وکړه وې ویل چې دا پروژې به په افغانستان کې د ثبات او عوایدو د لوړیدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

هغه وویل چې افغانستان لا هم د تروریزم سره په جګړه کې په نړیواله کچه د جګړې د یوې عمده کرښې په توګه پاتې شوی دی.

د افغانستان د ملاتړ غونډې

د نن ورځې د غونډې په اجندا کې په روان عیسوي کال د جولاۍ په میاشت کې په وارسا کې د ناتو سرمشریزې او هم د اکتوبر په میاشت کې په بروکسلز کې د ناتو د غړو هیوادونو غونډو ته د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د یو ګډ نظر را منځ ته کول وو.

په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې نړیوالې ټولنې د افغانستان امنیتي سکټور سره د ۲۰۱۷ کال ترپایه د مرستو دوام ژمنه کړې وه.

د افغانستان د مالیې وزیر او په کابل کې د کاناډا سفیره په ګډه د نظارت او همغږۍ د غونډې مشري کوي.

د کاناډا سفیرې میرمن ډیبرا لاینز دې غونډې ته وویل چې د وارسا په سرمشریزه کې به افغانستان سره د ۲۰۱۸ څخه د ۲۰۲۰ کلونو پورې د مرستو نوې ژمنې وشي.

میرمن ډیبرا لاینز وویل "نننۍ غونډه یوازې شپږ میاشتې د ناټو د وارسا له سرمشریزې وړاندې جوړه شوې ده، په وارسا کې به افغان حکومت او مرسته کوونکي د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو د دوام لپاره بیا سره راټول شي".

د مالیې وزیر د غونډې برخه والو ته د افغان حکومت له اړخه د دیموکراسۍ د پیاوړي کیدو، د قانون د حاکمیت او بشري حقونو ته د درناوي په باب ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG