د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان: رایه ورکول جهاد دی


په خوست کې ديني عالمانو له خلکو غوښتنه کړې، چې په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپل امانت مناسب کانديد ته وسپاري.

ديني عالمان او قومي مشران د ټولنې تر ټولو بانفوذه قشر ګڼل کېږي. د ټاکنو د کمېسيون مسوولين وايي چي غواړي د دوي په وسيله د کليو بانډو خلکو ته د ټاکنو په اړه معلومات ورکړي او د هغو په ارزښت يې وپوهوي.

د همدې هدف لپاره نن په خوست کي په ټاکنو کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو د رول په اړه يو ورځنی سيمينار ترسره شو چې د دې ولايت سلګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو پکې ګډون کړی و.

ديني عالم مولوي نصرالله قاسمي چې ياد شوي سيمينار ته يې خبرې کولې وويل چې ټاکنې د يوه مشروع حکومت په رامنځته کولو کې زياته مرسته کوي.

هغه په ټاکنو کې د ديني عالمانو رول يوه وجيبه وبلله او ويې ويل چې ديني عالمان مکلف دي چي د اسلام له نظره د ټاکنو د ارزښت په اړه عامو خلکو ته معلومات ورکړي. ،،ديني عالمان چې کومه خبره کوي هغه خلکو ته ډېره د اعتباروړ ده، که ځوان يې واوري، که ښځه يې واوري او که زوړ يې واوري، نو يقين يې پرې کېږي. نو د ديني عالمانو لپاره دا لازمه ده، چې په هر جومات او هره غونډه کې پر دې فتوا ورکړي، چې په ټاکنو کې برخه اخيستل جوازي لري،،.

مولوي محمد داوود وقفي يو بل ديني عالم دی چې په انتخاباتو کې برخه اخيستل او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکول د اوسنيو ناخوالو پر وړاندې جهاد بولي. هغه زياتو چې د افغانستان غوندې په اسلامي ټولنه کې رايه يو اسلامي امانت دی چې په کارولو سره يې د خپل هېواد د برخليک په ټاکلو کې مهم رول لري.

هغه له خلکو وغوښتل، چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او داسې چا ته رايه ورکړي چې د قدرت اخيستلو وړتيا او په واقعي ډول د هېواد د پرمختګ لپاره تر ټولو غوره تګلاره ولري.هغه داسي وویل ،،دا زموږ مسووليت او رسالت دی. رايه جرم ندی. د رايې کارول ګناه نده. بلکې اهل کار او مناسب شخص ته د رايې کارول جهاد دی او مجهده ده،،.

په مجموع کې ديني عالمان په دې نظر دي چې په انتخاباتو کې ګډون کول يوه وجيبه ده او د دوي له نظره که څوک په ټاکنو کې برخه نه اخلي او يا بل چا ته پکې د ګډون اجازه نه ورکوي دا په دې معنی ده، چې له خپل برخليک سره لوبې کوي.

څېړونکي په دې باور دي چې که ديني عالمان او قومي مشران په واقعي ډول په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په ارزښت تبليغات وکړي، نو ممکن د لرې پرتو سيمو خلک به هم په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي مسوولين وايي چې د ديني عالمانو دا ډول پروګرامونه ځکه اغېزمن دي چې د ټولنې بارسوخه او مخور کسان پکې د مبلغينو په توګه ګډون کوي او د تبليغاتو نتيجه يې موثره وي.

د يادونې وړ ده چې اوس هم په لیري پرتو سيمو کي داسې خلک ډېر شته دي چې نه يوازې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو په اړه معلومات نلري بلکې د جمهوري رياست لپاره د کانديدانو د شمېر په اړه هم نه پوهېږي.
XS
SM
MD
LG