د افغانستان د انتخاباتو د شکایاتو د کمیسیون یو غړی ( جوهان کریګلر ) وایی دی فکر کوي چې په راتلونکو پارلماني اتخاباتو کي به شخړې او مخالفتونه زیات شي.
هغه چي ددې کمیسیون ددوو خارجي غړو نه یو غړی دی، پرون د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چی شاید د هغو انتخاباتو په باب به شکایتونه را پورته شي چی د شنبې په ورځ کیدونکي دي. پدې انتخاباتو کي ٢٥٠٠ کاندیدان د ولسي جرګې د ٢۴٩ څوکیو د پاره مبارزه کوي.
پدې انتخاباتو کی د تقلب او ټګۍ برګۍ د رامنځ ته کیدو په باب هم اندېښنې وروسته له هغو رپوټونو نه را پیدا شوي دي چی وایي د افغانستان په ځینو سیمو کي د رایو د ثبتولو جعلي کارټونه پیدا شوی دي .
د ناتو عمومي منشي ( اندرس فو رازموسن ) پرون وویل چی دی باور لري چی په افغانستان کي به امنیتي حالات ددې اجازه ورکړي چی رای ګیري " په آزاده او عادلانه توګه تر سره شي. " هغه په بروکسیل کي خبریالانو ته وویل چی پارلماني انتخابات باید د تیر کال د جمهوري ریاست تر انتخاباتو " ډیر شفاف تر سره شي . "
افغان چارواکو ویلي دي چی د شنبې د ورځي په انتخاباتو کي به څه د پاسه سل پارلماني حوزې د امنیتي ملحوظاتو په وجه بندي وي.