افغانستان ته به تر بل کاله، نوی ډول انټرنیټ راوړل شي
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وایي د نوري فایبر په غځولو سره د انټرنیټ بیه ډیره راټیټه شوې ده. ښاغلي امیرزي سنگین د امریکا غږ له خبریال احمد فؤاد لامع سره په مرکه کې زیاته کړه چې تر راتلونکي یوه کاله پورې به افغانستان ته د 4G او LTE انټرنیټي تکنالوژۍ د راوړلو عملي کار هم پیل شي.