د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپایي ټولنې سفیر وایي په افغانستان کې سوله ممکنه ده


د اروپایي ټولنې سفیر فرانس میکل میلبن وایي, اوس هڅه په کار ده چې د افغان حکومت او حزب اسلامي هوکړه بریالیتوب ته ورسیږي
د اروپایي ټولنې سفیر فرانس میکل میلبن وایي, اوس هڅه په کار ده چې د افغان حکومت او حزب اسلامي هوکړه بریالیتوب ته ورسیږي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وایي د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې موافقې دا وښودله چې په دې هیواد کې سوله ممکنه ده چې ټینگه شي.

د اروپایي ټولنې سفیر فرانس میکل میلیبن د چارشنبې په ورځ په کابل کې یو کنفرانس ته وینا وکړه چې "په افغانستان کې پخلاینې ته تیاری" نومیده. ​په دې کنفرانس د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت کرزي هم ویناوی وکړې.

ښاغلي میلبن د افغان حکومت او حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه په تیرو ١٥ کالو کې د سولې په برخه کې یوه لویه لاس ته راوړونه وگڼله.

هغه په ټینگار سره وویل " البته هغه څه چې مونږ یې باید ترسره کړو هغه داده چې هڅه وکړو او ډاډه شو چې د سولې هوکړه لیک، بریالیتوب ته ورسوو، هیله ده چې نور هم د سولې بهیر سره یوځای کیدو ته وهڅويږي او دا په ځانګړي ډول د دغه حقیقت څرګندونه کوي چې سوله په افغانستان کې ممکن ده او بریالیتوب ته رسیدلی شي".

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دې کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل "د نړۍ له گوټ گوټ څخه تروریستان افغانستان ته راځي او له دې هیواد څخه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي".

اجرائیه رئیس عبدالله غونډې ته د وینا پر وخت
اجرائیه رئیس عبدالله غونډې ته د وینا پر وخت

ښاغلي عبدالله وویل چې په تیرو ١٥ کالو کې داسې نه دي شوي چې " زمونږ گاونډی په دې باور وکړي چې د داسې ډلو نه ملاتړ کوي چې نه یواځې افغانستان بلکه د هیڅ هیواد گټې نه شي خوندي کولی".

هغه زیاته کړه چې د سولې هره هڅه چې کیږي باید مشري یې د افغان حکومت په لاس کې وي.

له بلې خوا د پګواش د نړیوالې ادارې د افغانستان د دفتر رئیس خلیل الله ساپي وایي چې د سولې له بهیر څخه زیاته تمه نه لري.

ښاغلي ساپي وویل "مونږ دا نشو تضمینولی او خوشبینه هم نه یو چې د سولې بهیر به ژر پایلو ته ورسیږي. دا یوه پیچلې او اوږده پروسه ده، خو مونږ د کلونو په اوږدو کې په تدریجي توگه پرمختگ کوو او هیله من یو چې غیر رسمي خبرې په رسمي خبرو بدلې شي".

پګواش وایي، هیله من دي چې تر دوو میاشتو د افغانستان د سولې په تړاو د افغان حکومت او طالبانو د استازو په ګډون د سیمې په یو هیواد کې یوه لویه غونډه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG