د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د هرات پر جومات باندې د برید مسولیت منلی دی


په هرات کې چارواکي وايي په جومات کې دننه یوې چاودنې کې شاوخوا ٢٩ کسان ووژل او لږ تر لږه ۴۰ نور یې ژوبل کړل.

د داعش د اعماق خبري رسنۍ وایي په هرات کې د شیعه مذهبو پر جومات باندې برید دوی کړی دی.

چاودنه د هرات ښار د بکر اباد د جوادیه په جومات کې شوې ده. په سیمه کې د امریکا غږ خبریال وایي چې چاودنه د سه شنبې د ماښام د لمانځه پر مهال وشوه.

په پېښه کې یو ژوبل شوي امریکا غږ اشنا ته وویل چې بریدګرو لومړی په جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې او بیا په جومات کې دننه ځانمرګی برید وشو. لا د بریدګرو دقیق شمېر معلوم نه دی.

د هرات ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده وايي چې برید په ځايي وخت د ماښام په ۸:۱۰ وشو، هغه وخت چې خلک پر لمانځه ولاړ وو.

د هرات د عامې روغتیا ویاند محمد رفیق شیرزي امریکا غږ ته دا تلفات تاید کړل خو ویې ویل چې شاید د وژل شویو او ژوبل شویو شمېر نور هم زیات شي، ځکه چې د یو شمېر زخمیانو حالت ښه نه دی.

ارګ دا یو تروریستی برید بللی او کلک یې غندلی دی. د ارګ اعلامیه وايي" تروریستان پر ملکي وګړو، جوماتونو، تکایاو او ټولو مقدسو ځایونو د بریدونو په ترسره کولو سره خپل اسلام ضد ماهیت په ډاګه کوي".

چارواکي وایي د پېښې ټول وژل شوي او ژوبل شوي ملکي خلک دي. ویل کیږي چې جوادیه د شعیه ګانو جومات دی.

له برید وروسته د سیمې خلک وپارېدل او جومات ته یې نژدې د پولیسو پر پوستې برید وکړ او ښېښې یې ورماتې کړې.

XS
SM
MD
LG