د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله : افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې


ښاغلي عبدالله وایي متاسفانه په افغانستان باندې په تپل شوې جگړې کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده.
ښاغلي عبدالله وایي متاسفانه په افغانستان باندې په تپل شوې جگړې کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان په روانو جګړو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په ډیریدو اندښنه ښودلې ده او د امنیتي ادارو څخه یې غوښتې دي چې په هر ډول حالت کې پرملکي اهدافو د برید څخه ډډه وکړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې په روانو جګړو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په ډیریدو ژوره اندیښنه وښودله، او د امنیتي ادارو څخه یې غوښتې دي چې په هر ډول حالت کې پرملکي اهدافو د برید څخه ډډه وکړي. هغه وویل چې په ځینو ځایو کې روغتیایي او په ځینو ځایونو کې په تعلیمي مرکزونو بریدونه شوي دي.

خو اجرائیه رئیس دا ونه ویل چې په روغتیایي او تعلمیمي مرکزونو دا بریدونه چا کړي دي.

ښاغلي عبدالله وویل "کومې شمیرنې چې مونږ ترلاسه کړي، متاسفانه چې د هغې جګړې له امله چې په افغانستان تپل شوې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده ".

ښاغلي عبدالله وویل، چې د ملکي وګرو د مرګ ژوبلې په هکله ترلاسه شوي معلومات به د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې د دغې شورا د غړو په راروانه غونډه کې شریک کړي.

خو هغه د افغان امنیتي ادارو څخه وغوښتل چې په جګړه کې د ملکي وګرو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کلکه پاملرنه وکړي او په هیڅ حالت کې ملکي اهداف په نښه نه کړي.

ښاغلي عبدالله وویل" هیڅ کوم ځای څخه باید داسې احوال رانه شي چې یو کلینک او یا د یو ښوونځي څخه د سنګر په توګه ګټه اخیستل شوې وي ولو که شرایط هرڅومره سخت هم وي ".

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس د افغان پوځ هوایي قابلیتونو زیاتوالي ته په اشارې وویل چې که د یوې خوا د وسله والو مخالفانو پروړاندې د هوایي ځواکونو کارول یو ظرفیت او اړتیا ده ، خو په عین حال کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید په ډیر احتیاط وکارول شي.

د افغانستان د حکومت دغه لوړپوړې چارواکي د ملکي وکړو د مرګ ژوبلې د زیاتیدلو په هکله دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي، چې لا هم د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د روان کال جګړو فصل پای ته رسیدلو ته ډیرې میاشتې پاتې دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي خبر وکړی وو. یوناما په خپل رپوټ کې ویلي وو چې په جګړو کې د ملکي افغانانو د وژل کیدو پیښې کمې شوي خو برعکس د ټپیانو شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

یوناما وایي، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو تر اویا فیصدو پورې مرګ ژوبله د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د پوځي فعالیتونو له امله پیښه شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم وایي، چې وسله وال مخالفان د ۷۰٪ پورې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسولیت لري.

خو طالبانو د یوناما او د افغانستان د بشري حقونو رپوتونه رپوټ یواړخیزو رپوټونو په توګه یاد کړي دي او هغه یې رد کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، چې سږکال هم په افغانستان کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د دغه کمیسیون د عامه اړیکو رئیس او ویاند رفیع الله بیدار امریکا غږ ته وویل، چې په ځانګړي ډول په افغانستان کې په هدفي وژنو کې زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي بیدار وویل " د ملکي خدماتوکارکوونکي په هیڅ ډول د یو هدف په توګه ګرځول یې نه شي توجیع کیدلی، حتی زه یې د هغې څخه هم زیاته وایم دا پرون چې کومه پیښه شوې ده کوم وخت څخه چې پولیس یا نظامیان د تعلیم او تربیې لاندې وي د جنګ په قوانیونو کې راغلي چې دوی هدف نه دي او دوی ملکیان دي، ځکه چې له دوی څخه هیڅ خطر متوجه نه شي کیدلی ".

د افغاانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دغه چارواکي د طالبانو له خوا د افغانستان د عدلي اوقضایي ادارو په کاروونکو باندې د بریدونو په زیاتوالی هم اندیښنه وښوده او ویې ویل چې دا هم هدفي بریدونه دي چې په کې ملکیان په نښه کیږي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما تیره میاشت ویلي چې دغې ادارې د روان عیسوي کال په لومړیو پنځه میاشتو کې د افغانستان د عدلي او قضایي ادارو پر کارکوونکو باندې ۱۸ ثبت کړي چې له امله یې ۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۷ نور ټپیان شوي دي.

یوناما وایي، طالبانو د دغو اتلس بریدونو څخه د یوولسو مسولیت منلی دی.

طالبانو په کابل کې د افغان حکومت له خوا د خپلې ډلې د شپږ طالب جنګیالیو د اعدامولو وروسته په څرګنده د افغانستان په عدلي او قضایي ادارو باندې د بریدونو ترسره کولو اعلان کړی او ویلي دي چې له دې نور دا ادارې به د پوځي ادارو په توګه د خپلو بریدونو هدف وګرځوي.

XS
SM
MD
LG