د لاس رسي وړ اتصالات

د مولوي فقیر محمد په هکله د افغانستان د حکومت وروستی دریځ


پاکستان ویلي دي چې مولوي فقیر محمد دي دغه هیواد ته وسپارل شي خو افغان حکومت د پاکستان د غوښتنې په غبرګون کې ویلي دي چې پاکستان په دې ورستیو کې، کله چې افغان حکومت ځیني د افغان بندیانو د ورسپارلو غوښتنه وکړه، وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د راکړې ورکړې د معاهدې د نشتون په صورت کې دغه هېواد نشي کولای چې افغان بندیان افغانستان ته وسپاري.

د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسي زي د جمعې په ورځ د پاکستان دغوښتنې په ځواب کې د افغان حکومت دریځ د یوې بیانیې په ترڅ کې بیان کړی دی. په بیانیه کې راغلي دي چې افغانستان د پاکستان او بریتانیې سره په درې اړخیزې غونډه کې چې په دې ورستیو کې په بریتانیې دایره شوې وه، د پاکستان څخه وغوښتل چې په دغه هېواد کې دي بندي افغان طالبان افغانستان ته وسپاري ترڅو د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې د بهیر سره مرسته وشي، خو پاکستان د افغان بندیانو د سپارلو څخه ډډه وکړه او دلیل یې دا وړاندې کړیْ چې افغان حکومت د پاکستان سره د بندیانو د راکړې ورکړې کومه معاهده نلري نو ځکه نشي کولای چې افغان بندیان افغانستان ته وسپاري.

د باندنیو چارو وزارت بیانیه زیاتوي چې افغان حکومت اوس هم په دې باور دی چې د پاکستان له خوا افغانستان ته د بندیانو سپارل به د افغانستان د سولې روان بهیر ته زیاته ګټه ورسوي.
په بیانیې کې راغلي دي چې افغان حکومت اوس مهال د نیول شوي کس څخه پلټنې کوي. مولوي فقیر محمد په دې ورستیو کې د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو.
XS
SM
MD
LG