د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په بغلان کې یو مخکنی جهادي قومندان وواژه


په برید کې د قومندان سمر دوه ماشومان ژوبل شوي هم دي
په برید کې د قومندان سمر دوه ماشومان ژوبل شوي هم دي

د افغانستان له بغلان نه راپورونه وايي چې وسله والو په یو برید کې د یو مخکني جهادي قومندان په ګډون پنځه تنه وژلي دي.

د بغلان د والي ویاند جاوید بشارت اسوشیټډ پرس ته وویل چې برید د چهارشنبې په ورځ شوی دی. وژل شوی مخکنی قومندان سمر نومیږي چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د مجاهدینو په لیکو کې په شمال کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جنګېده.

ښاغلي بشارت وویل څلور نور وژل شوي کسان هم د قومندان سمر د کور غړي دي، چې د برید پر مهال له هغه سره په ګاډي کې ناست وو. په برید کې د قومندان سمر دوه ماشومان ژوبل شوي هم دي.

خو، ویاند د ښاغلي سمر په اړه نور ډېر معلومات ورنکړل، چې هغه د کومې تنظیمي ډلې قومندان و او دا چې اوس یې څه کار کاوه. تراوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی اخیستی.

سره له دې چې مخکې هم د طالبانو په یو لړ بریدونو کې پخواني جهادي قومندانان او جنګسالاران وژل شوي، خو راپورونه وايي، چې ځینې پخواني جهادي قومندانان په خپلو کې زړې تربګنۍ لري او لا یې هم پالي چې کله ناکله د هغوی ترمنځ د قتل او وژنې سبب هم کیږي.

XS
SM
MD
LG