د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي د فرانسې سره اوږدمهاله تړون لاس لیک کړ


ولسمشر کرزي د فرانسې سره اوږدمهاله تړون لاس لیک کړ
ولسمشر کرزي د فرانسې سره اوږدمهاله تړون لاس لیک کړ

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د فرانسې له ولسمشر نېکولس سرکوزی سره د جمعې په ورځ ملاقات وکړ. ېوه اونۍ مخکي نیکولس سرکوزی گواښ کړی وچې خپل عسکر له افغانستان څخه د ټاکلي مهال وېش نه مخکی وباسي.

توقع ده چې ښاغلی کرزی به په فرانسه کې دخپل سفر په دوران کې له فرانسې سره يوستراتېژيک تړون لاسلیک کړي چې دهغه له مخی به د فرانسې نقش په افغانستان کې وروسته له هغه نه مشخص کړی شی چې کله نړېوالې قواووی له جنگ ځپلي افغانستان نه په 2014 م کال کې ووزی.

ددې اونۍ په سر کې ، د فرانسې د باندنیو چارو وزیر الن ژوپې دفرانسی دعسکرو بشپړ وتل، په سږکال کې رد کړل. په داسي حال کې چې ښاغلي سرکوزی گواښ کړی چې دی به د خپلو عسکرو په وتلو باندې که ضرورت پېښ شي ، له وخت نه مخکي غور وکړي.

دهغه د دې گواښ سبب داو چې د جنورۍ په شلمه یوه افغان عسکر دروزنې په وخت کې څلورفرانسوي عسکر ووژل.

دفرانسې ولسمشر نیکولس سرکوزي ووېل د جمعی د ورځی له برید نه وروسته په دې غور کوي چې له افغانستان څخه خپل عسکر دوخته وباسي که چیري په افغانستان کې امنیتی شرایط انکشاف او ثبات پیدا نکړي.

دافغانستان چارواکو ویلي دي چې په دغه برېد کې لږ تر لږ 16 تنه نور زخمي شوی دي.

دفرانسې ولسمشر د رورزنی پروگرام له دغې پېښی نه وروسته ځنډولی دی.

ېوه تازه سروې څرگندوي چې په سلو کې 84 فرانسویان دا تاییدوی چې خپل عسکر له افغانستان څخه د 2012 م کال تر پایه پوري راوباسي.

د فرانسی د جمهوري ریاست لپاره سوسیالیست کاندید فرانسوا هولنډې ، چې تحلیل کوونکی وايي ددې فرصت به ولري چې نېکولس سرکوزي ته ماتې ورکړي، وعده یې کړېده چې د سږکال تراخره پوري خپل عسکرفرنسی ته راولي.

په افغانستان کې د فرانسې 82 عسکر تراوسه پورې وژل شوېدي. فرانسه په افغانستان کې 3600 تنه عسکر لري او زیاتره ېې په ختیځو سېمو کې دي. ټاکل شویده چې د فرانسې ټولې قواوې په 2014 م کال کې له افغانستان څخه ووزي.

اروپايي هېوادونو ته دښاغلي کرزي ددغه سفر هدف دا دی چې د فرانسې، برېتانېې او اېټالېې سره د افغانستان د اوږدې مودې ستراتیژیکي اړېکې پېاوړی شي.

ښاغلي حامد کرزې د خپل سفر په لومړي پړاو کې پرون په روم کې د اېټالېې د جمهور رېس ناپولېټانو سره وکتل او د افغانستان دامنېتي وضعې په اړه ېې ورسره خبرې وکړې.

ښاغلي کرزي په افغانستان کې د اېټالیې دعسکرو دقربانیو ډېره ستاینه وکړه او وېې وېل چې هغوي په افغانستان کې د سولې په تامېنولو کې ډېره مرسته کړې ده. جمهور رېس ناپولېټانو ورته ډاډ ورکړ چې ایټالیه به د پخوا په شان دافغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

همدارنگه ښاغلي کرزې د اېټالېې د صدراعظم مارېو مونټې سره هم ملاقات وکړ او دامنیت، اقتصاد، مخدره موادو سره دمبارزې او بشري مرستو په هکله ېې ورسره ورسره څو موافقې لاس لیک کړې. هغه ښاغلی کرزی ته ډاډ ورکړ چې اېتال ابه افغانستان پرې نږدي.

ولسمشر کرزی به وروسته د بریتانیې د صدراعظم ډېوېډ کېمېرون سره د ملاقات لپاره لندن ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG