د لاس رسي وړ اتصالات

ددفاع وزیر ګیټس کندهار ته تللی


دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس دافغانستان د کندهار په ولاېت کې، دامرېکا عسکر کتلی دی. دغه عسکر کوښښ کوي چې ېاغي طالبان دهغوی له دغه پاخه سنگر نه وباسي. رابرت گېټس تقرېبا له سل تنو عسکرو سره د جمعې په ورځ دامرېکا په ېوه نظآمي اډه کې، چې دکندهار ښارته نېږدې پرته ده ، ملاقات وکړ. هغه ووېل چې ددغو عسکرو کامېابي به دناټو په مبارزه کې د ېاغېانو خلاف بدلون راولي.

دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس، له عسکرو سره په دې نېږدې وخت کې دېاغېانو په برېد کې دهغوي داتو ملگرو په مړېنه باندې، خواخوږي څرگنده کړه او خبرداریْ ېې ورکړ چې نورې سختې ورځې به هم په مخکي وي.

ېوه عسکر له رابرت گېټس نه پوښتنه وکړه چې اېا امرېکا به په پاکستان کې دېاغېانو خوندي ځاېونه په نښه کړي او که نه. دغه خوندي ځاېونه دهغو جنگېالېو له خوانه استعمالېږي چې له سرحد نه افغانستان ته ور اوړی او دناټو پر قواوو برېدونه کوي. دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس ځواب ورکړ چې په پاکستان کې د امرېکا دمستقېمې نظامي مداخلی امکانات بېخي کم دي. رابرت گېټس ووېل پاکستان دامرېکا له اهدافو سره موافق دی چې د ېاغېانو خوندی ځاېونه وران وېجاړ کړي؛ خو هغه ووېل چې دپاکستان حکومت اوس په دې بوخت دی چې د سېلاب له پرخ تاوانونو سره په خپل ټول هېواد کې مبارزه وکړی؛ داکار به د پاکستان تهاجمی برېد د ېاغېانو خلاف د شمالي وزېرستان په قبېلوي سېمه کې دېو وخت لپاره وځنډوي. رپوټ وايی ډېر ېاغېان په تېرکال کې د پاکستان د تهاجمي برېدونو له امله چې په شمال غربي سېمو کې ېې وکړل، دشمالي وزېرستان قباېلی علاقې ته، تېښتېدلي دی.

نو ر تفصېل:

رابرت گېټس، د پنجشنبې په ورځ دافغانستان له جمهوررئېس حآمد کرزي سره ، په کابل کې ملاقات وکړ. په هغه گډ خبري کنفرانس کې چې دواړو پکې برخه اخېتسی وه ، دواړو مشرانو د ناټو له خوانه په شمالي ولاېت تخار کې پرېوه کاروان باندې دبرېد له امله د تلفاتو په برخه کې متضادی خبري وکړې.

دغه پېښه په تخار کې سهار دوخته په همدغه ورځ شوه وه. رابرت گېټس ووېل چې ناټو په خپل هوايی برېد کې ېوجگړه مار چې دازبکستان له اسلامی تحرېک سره تړاو لري وژلی دی ځکه دهغه ډله په کابل او نورو ځاېونو کې د حملو کولو مسوولېت لري.

ناټو وايی چې په همدغه کاروان کې ېې ٧ تنه نور جگړه ماران چې له همدغه قوماندان سره ېې سفرکاوه وژلي دي. هغه درستاق په ولسوالی کې په ېوه کار وان کې سفر کاوه.

خو ښاغلي کرزي، دغه پېښه تاېېد نکړه او وې وېل چی په دغه هوايی برېد کې دانتخاباتو دمبارزې لس تنه ماموران ووژل شول. هغوي دپارلېمان له ېوه کاندېد عبدالواحد خسروانی سره سفرکاوه. .په رپوټ کې وېل شوي دي چی کاندېد عبدالواحد خسروانی چې په دغه هوايی برېد کې زخمی شوېدی، خبرېالانو ته ېې په ټېلېفون باندی، دکابل دېوه روغتون څخه ووېل چې ددوی شپږ موټرونه چې دانتخابی مبارزې پوسترونه پرې لگېدلی وو ، په داسې حال کې چې ده او دده ملاتړو په کې سفرکاوه، د ناټو د الوتېکو له خوانه پرې بمبارۍ وشوه.

رابرت گېټس او دناټو چارواکېو وعده وکړه چې ددې پېښی تحقېقات به وکړی. هغه ملکی تلفات چې د ناټو د هوايی برېدونو له امله منځته راځي هغه دناټو داېتلاف او افغان حکومت ترمنځ د جنجال او تشنج ېوه غټه مسله منځته راوستی ده.

XS
SM
MD
LG