د لاس رسي وړ اتصالات

د ګورجستان ددفاع وزیر افغانستان ته تللی


د ګورجستان د دفاع وزیر د جمعې په ورځ افغانستان ته یو ورځ وروسته له هغه نه رسېدلی دی چې د افغانستان په جنوب کې په یوې ځانمرګه موټر بم چاودنه کې ددغه هیواد ۷ سرتیري ووژل شول.

ایرکیلي الاسنیا د بروسیل څخه خپل سفر لنډ کړ او افغانستان ته ولاړی چې د خپل افغاني انډول بسم الله خان محمدي سره وګوري او د پنجشنبې د ورځې د برید په هکله خبرې ورسره وکړي. ښاغلي بسم الله خان د ګورجستان د قربانیو څخه چې په افغانستان کې یې د نړیوالو قواوو په چوکاټ کې ورکړي دي، مننه وکړه.

ښاغلی الاسنیا د بسم الله خان سره د لیدو وروسته د هلمند ولایت ته هم سفر کړی دی او هلته یې د خپلو ځواکونو سره لیدلي دي.


طالبانو ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. برید د پنجشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کې د یوې نظامي اډې دباندي رامنځ ته شو.

چارواکي وايي چې د پنجشنبې د ورځې د تلفاتو سره د آیساف په چوکاټ کې د ګورجستان د عسکرو د تلفاتو شمیر ۳۰ کسانو ته ورسیدی. تیره میاشت هم درې ګورجستاني سرتیري په هلمند ولایت کې پر یوه نظامي اډې باندي د برید په ترڅ کې ووژل شول.

ګورجستان په افغانستان کې د ۱۵۰۰ څخه زیات سرتیري لري چې د ناټو په تړون کې د نه شامیلیوو غړو هیوادنو په ډله کې یې تر ټولو ډیر عسکر په افغانستان کې ځای پر ځای دي.
XS
SM
MD
LG