د لاس رسي وړ اتصالات

د انګلنډ کپتان: افغانستان سره لوبه اسانه نه ګڼو


د انګلنډ ګپتان له افغانستان سره تر لوبې یوه ورځ مخکې وویل چې افغانستان لا هم په دغو سیالیو کې د لوبو د ګټلو چانس لري.

هغه د منچستر په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې چې د سه شنبې په ورځ (جون۱۸) افغانستان ‌په کې له انګلنډ سره لوبه لري، خبري کنفرانس کې وویل چې افغانستان یوه غښتلې لوبډله ده.

هغه وویل ( ما مخکې هم ویلي دي چې افغانستان په دغو سیالی کې لوبې ګټلې شي، چې لا یې کومه نه ده ګټلې. دا کار لوبې سختوي).

هغه د افغانستان بالران وستایل او وویل چې له افغانستان سره لوبه اسانه نه ګڼي. د ښاغلي‌ مورګن له کنفرانس وروسته افغان کپټان ګلبدین نایب هم وویل چې لا هم د لوبو د ګټلو تمه لري.

ګلبدین نایب وویل (ورو توپ اچوونکي‌د افغانستان قوت دي خو په خبره یې لا ورسره بخت یاري‌نه ده کړې. هغه وویل چې د اولډ ټرافورډ په لوبغالي کې ورو توپ تاويږي‌او هیله لرو چې د افغانستان ورور بالران ښه نتیجه ورکړي.)

افغانستان تر دې دمه خپلې څلور لوبې بایللې او دا یې پنځمه ده. دغې لوبې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم راځي.‌لوبغاړي وايي چې د ولسمشر راتګ به د هغوی مورال لوړ کړي.

XS
SM
MD
LG