د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او بهرني ځواکونه وايي بمباریو کې یې۴۰ طالبان وژلي


افغان او بهرني ځواکونه وايي د قاطع ماموریت الوتکو په هلمند کې د طالبانو پر یوه ستر مرکز بریدونه کړي شاوخوا ۴۰ وسله وال یې وژلي دي.

امنیتي مقامات وايي چي هوايي بریدونه د ناوې ولسوالۍ په جوریزان سیمه کې شوي دي.

د هلمند د پوليسو ویاند لمړي څارن عبدالسلام افغان امریکاغږ اشنا ته وويل چې یادو وسله والو غوښتل چې د ناوې ولسوالۍ پر مرکز بریدونه تنظیم کړي خو دوې پرې وار ړومبی کړ.

نوموړي زیاته کړه" په جوریزان سیمه کې له تیري شپې څخه بیا د نن سهار پوري د هوايي بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو ۴۰ وسله والو په منځ کې دوه د هغوی مهم قومندانان دي او ۱۳ تنه نور يې ټپیان دي".

ناوه ولسوالي تر یوه کال سقوط وروسته پنځه اونۍ وړاندي د سترو نظامي عملیاتو په ترځ کې تر دولتي حاکمیت لاندي راوستل شوه. تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو له تیرو دوو اونیو راهېسې يې د امنیت په اړه اندېښنې بیا زیاتي شوي او په ګڼو برخو کې يې د ځايي اوسیدونکو په ونیا وسله والو طالبانو بیا پراخ حضور پیدا کړی.

ناوه ولسوالي د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار سره نښتې او نږدې پرته ولسوالي ده چې امنیت يې د لښکرګاه لپاره هم ډير مهم بلل کیږي.

وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ د تیري شپې د هوايي بریدونو په اړه کومه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG