د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د هلمند برید دوی نه دی کړی


د افغانستان په جنوب کې چارواکي وايي چې طالبانو د ۱۷ ملکي افغانانو سرونه غوڅ کړي دي چې په کښي دوې ښځې هم شاملې دي. د افغانستان د کورینو چارو وزارت وايي چې دغه پېښه پرون د یکشنبې په ورځ ناوخته د هلمند ولایت د کجکي په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي دي چې دوي په دې حملې کې لاس نه درلودی. ولسمشر کرزي دغه برید یو نه بخښېدونکی عمل وګڼی.

د پېښې د لامل په هکله بیلابیل ريپوټونه خپاره شوي دي. په لومړنیو ريپوټونو کې افغان چارواکو ویلي وو چې طالبانو په سیمه کې پر یوه کور باندي په دې خاطر برید کړی چې په کښی موسیقي وه او طالبان د موسیقۍ خلاف دي خو د هلمند ولایت والي بیا وايي چې دغه وژنه د طالبانو د دوو قوماندانانو ترمنځ د اوږدمهاله جنجال له کبله رامنځ ته شوې ده.

ناټو او اروپايي اتحاد هم دغه عمل غندلی دی.
ددغې پېښې څو ساعته وروسته، طالبانو په عین ولایت کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر یوه امنیتې پوستې برید کړی او لس کسه افغان سرتیري یې وژلي دي. دغه پېښه د هلمند ولایت د واشیر په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د حکومت یوه ویاند وویل چې په دې پېښه کې څلور کسه افغان سرتیري ټپیان شوي هم دي او دغه راز پنځه سرتیري د طالبانو سره تللي دي. تر اوسه پوری لا دا معلومه نه ده چې دوی داوطلبه تللي دي او که یرغمل نیول شوي دي.


د یوه بل خبر له مخې په افغانستان کې د ناټو چارواکي وايي چې د افغان پوځ یوه سرتیري د ایتلاف پر دوو ځواکونو برید کړي دواړه یې وژلي دي.


ناټو وايي چې ځواکونو یې پر برید کونکي باندي ځوابي برید کړی او هغه یې وژلی دی.

دغه پېښه نن د دوشنبې په ورځ د لغمان په ولایت کې وشوه او د هغو بریدونو د لړۍ وروستۍ پېښه وه چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا یا د هغوي په یونیفورم کې د مخالفینو له خوا پر ایتلافي ځواکونو باندي کېږي.
XS
SM
MD
LG