د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې پر بهرنیو سیلانیانو وسله وال برید شوی


په هرات کې پر بهرنیو سیلانیانو وسله وال برید شوی
په هرات کې پر بهرنیو سیلانیانو وسله وال برید شوی

په هرات ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو د سپرلۍ پر موټر باندې په وسله وال برید کې لږ تر لږه شپږ سیلانیان ټپي شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې ددې پیښې د څرنگوالي او د په پیښه کې د ټپي شویو کسانو د هویت په هکله تر اوسه پوره معلومات نه لري.

د ښاغلي صدیقي په وینا د بهرنیو سیلاینانو کاروان چې امنیت یې افغان امنیتي قواو نیولی و، د بامیان ولایت څخه د هرات ښار ته روان و

د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد د امریکا غږ ته وویل چې په پیښه کې شپږ سیلانیان او د هغوی یو افغان موټر چلونکی ټپیان شوي دي.

ښاغلی جیلاني وایي چې د موټرو په دغه کاروان کې اته برتانیویان، درې امریکایان او یو جرمن سپاره وو، چې د چشت ولسوالۍ په شاوخوا کې ناپیژاندو کسانو پرې برید کړی دی. خو هغه د ټپي شویو کسانو د هویت په اړه چې د کوم هیواد دي څه ونه ویل.

ښاغلي فرهاد وویل چې ټاکل شوي ده چې په پیښه کې ټپي شوی کسان چې په کې یوه بهرنۍ ښځه او افغان موټر چلونکی شامل دي، د ملي اردو د هلیکوپتر په وسیله د اوبه ولسوالۍ څخه د هرات مرکز ته ولیږدول شي.

طالبانو ددې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی دی او ددې ډلې یو ویاند ویلي دي چې دوی اته برتانیویان، درې امریکایان یو جرمن او اوه افغان سرتیري وژلي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دوه ورځې دمخه وویل چې د پنجشیر ولایت پرته د افغانستان په ٣٣ ولایتونو کې جگړه روانه ده چې د هغې جملې څخه شپږ ولایتونه ننگرهار، پکتیکا، کندز، هلمند، کندهار او ارزگان د سختو جگړو شاهد دي.

XS
SM
MD
LG