د لاس رسي وړ اتصالات

خپلواک:هر ځای کې چې طالبان وغواړي ورسره خبرې کوو


طالبانو لا تراوسه د سولې د خبرو په اړه د افغان حکومت د مشرانو بلنې ته تراوسه ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکي وايي افغان حکومت چمتو دی، چې په هر ځای کې وسله وال مخالفان د سولې خبرې کول غواړي ورسره خبرې وکړي.

د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس او د ولسمشر ستر سیاسي سلاکارمحمد اکرم خپلواک د دوشنبې په ورځ د سولې د عالي شورا په دفتر کې خبریالانو ته وویل، هغه مخالفین چې افغانان دي او ملي ارزښتونو باندې باور لري ، هغې سولې ته چې د دواړو لورو لپاره عزتمنه وي خپل چمتو والی دې څرګند کړي.

ښاغلي خپلواک وویل "د افغانستان خلک،نظام او حکومت د سولې د مذاکراتو د شروع کیدو لپاره هیڅ ډول مخکینی شرط نلري،بلکې غوښتنه کوي چې په هر ډول شرایطو کې په داخل د افغانستان او یا له افغانستان څخه بهر په هر هیواد کې چې وسلوال مخالفین د سولې د مذاکراتو د شروع کیدو لپاره چمتو وي د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا په دې اړوند باندې کاملا اماده ګي لري".

ښاغلي خپلواک د اسلامي حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره سوله د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو سره د بیلګې په توګه یاده کړه او ويې ویل چې د سولې دا هوکړه د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې شوې ده.

د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس، همدې مسلې ته په اشارې له وسلوالو مخالفینو وغوښتل چې خپلو غوښتنو ته د رسیدو لپاره باید ملي ارزښتنو او اصولو سره په متناسب توګه د کرکیچ د هوارولو لپاره سیاسي لارغوره کړي.

د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي هم په دې ناسته کې وویل د سولې لپاره چې اوسمهال کوم شرایط برابر دي، په هیڅ وخت کې نه وه برابر.

ښاغلي خلیلي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې سوله د مخالف لوري د تسلیمې په معنی نده او باید د سولې په خبرو اترو کې د وسله والو مخالفانو ملي نظریاتو ته احترام وشي.

دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تر اوسه طالبانو د سولې د خبرو اترو لپاره کوم مثبت ځواب ندی ورکړی.

له دې سره سره د سولې عالي شورا رئیس د سیمې له هیوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړاو ورسره خپله عملي همکاري پیل کړي.

د ښاغلي خلیلي په باور د سولې په پروسه کې عملي جدي همکاري د جګړې په پرتله به لږ لګښت ولري.

د سولې عالي شورا نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د څلوردیرش ولایتونو څخه خپل ولایتي چارواکي کابل ته په یو مشورتي ورکشاپ کې د ګډون لپاره ورغوښتي وو.

د دې ورکشاپ په ترڅ کې د سولې عالي شورا چارواکې خپلو ولایتي چارواکو سره د سولې د بهیر په اړه خپلې تجربې شریکوي.

XS
SM
MD
LG