د لاس رسي وړ اتصالات

بارکزۍ: زما سره پولیسو زور زیاتی کړی


بارکزۍ: زما سره پولیسو زور زیاتی کړی
بارکزۍ: زما سره پولیسو زور زیاتی کړی

افغان پولیسو سیمین بارکزۍ یوه روغتون ته وړی ده. هغې د پارلمان دباندي د نه خوړلو اعتصاب کړی و.

سیمین بارکزۍ د ۱۲ ورځو دپاره هیڅ شی نه دی خوړلی او هوډ یې کړی دی چې تر هغه پوري به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي ترڅو پوري چې بیرته یې په پارلمان کې څوکۍ ورته ورنکړل شي. سره له دې چې داسي ریپوټونه خپاره شول چې د هغې روغتیايي وضیعت خراب دی هغې په دومداره توګه د خوراکي موادو او ګولکوز د اخیستلو نه ډډه کوله.

میرمن بارکزۍ پرون د پنجشنبې په ورځ د امریکا غږ د افغانستان دبرخې سره په مرکه کې وویل چې پولیسو د هغې سره زورزیاتی کړی دی او هغه یې په زوره د خپلې کېږدۍ نه روغتون ته وړې ده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکو په دې خاطر چې د دوه کاله مخکي پارلماني انتخاباتو پر سر راپورته شویو جنجالونو ته د پای ټکی کښېږدي بارکزۍ او اته کسه نور یې په پارلماني انتخاباتو کې د ټګۍ برګۍ او غبن په تور د پارلمان نه وایستل.

د سې شنبې په ورځ د هیواد د انتخاباتو د کمیسون ریْس یو ځل بیا ددغه کمیسون پرکړه تایید کړه چې د وکیلانو ایستل یې پر ځای اقدام و.

XS
SM
MD
LG